د افغانستان جودو فدراسیون یو غړی ذبیح الله نظري د سویلي اسیا جودو فدراسیون لخوا د رایو په اکثریت د سکرترجنرال په توګه اعلان شو.
دغه راز د جودو اسیایي فدراسیون لخوا د افغانستان د جودو فدراسیون اوسنی مشر ذکریا اسدي د سویلي اسیا جودو فدراسیون د لوبڅارانو د کمیټې د مشر په توګه اعلان شو.
دیادونې وړ ده چې د غه پریکړې د کویټ هیواد په کوربتوب د اسیا جودو شورا لخوا په برابرې شوې کلنۍ غونډه کې وشوې.
د اسیا جودو فدراسیون پریکړه وکړه چې د کویټ په کوربتوب به د روانې مۍ میاشتې له ۱۳ مې نیټې څخه تر ۱۵ مې نیټې پورې د ۳ ورځو لپاره د اسیا جودو سیالۍ ترسره کړي چې ښايي په کې دافغانستان جودو مخکښه لوبغاړي هم په بیلا بیلو وزونونو کې ګډون وکړي.





