
د افغانستان له پاره په "ریو" المپیک سیالیو کې لومړۍ لوبه دجودو لوبغاړي توفیق بخشي په ۱۰۰ کیلو ګرامه وزن کې ترسره کړه، خو ماته یې وخوړه.
د سیالیو د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، د۱۰۰ کیلو ګرامه په نننۍ جودو سیالۍ کې پرتګالي لوبغاړي جورګ فونیسکا افغان توفیق بخشي ته ماتې ورکړه.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د دواړو افغان لوبغاړي بخشي او پرتګالي جورګ ترمنځ سیالۍ یو اړخیزه وه، چې په کې سیال افغان لوبغاړي ته ۱۰۰ د ۰ امتیاز په وړاندې ماتې ورکړه.
په دې ماتې سره افغان لوبغاړی توفیق بخشي و نه کړای شو، چې په روانو سیالیو کې د نړۍ ۳۲ غوره لوبغاړو پړاو ته لاره پیدا کړي او دروانو "ریو" المپیک سیالیو سفر یې پای ته ورسید.
توفیق بخشي او دغه راز د افغانستان المپیک ملي کمیټې په المپیک سیالیو کې د ښوو لوبو ژمنه کړې وه، خو په لومړۍ لوبه کې داسې و نه شول.

د سږ کال په ۲۰۱۶ م ز کال برازیل المپیک سیالیو کې د افغانستان ۳ لوبو توفیق بخشي، کیمیا یوسفي او عبدالوهاب ظاهري ته د (وایلډ کارټ) یا امتیازي توګه د لوبېدو چانس ورکړل شوی دی او دوی له ټاکنیزپړاو څخه د روان کال المپیک سیالیو لاره نه وو پیدا کړی.
ټاکل شوې ده ددې سیالیو په دوام به نن جمعه (اګسټ ۱۲مه) د افغانستان لومړۍ ښځینه لوبغاړې کیمیا یوسفي د ۱۰۰ میترو واټن په ابتدایي پړاو لوبه کې د خپلو سیالانو په وړاندې د لوبې ډګر ته ووځي.
د افغان لوبغاړې کیمیا یوسفي د ځغاستې لوبه به نن جمعه ماښام ۷ بجې او ۲۵ دقیقې ترسره شي، خو دبل ځغاسته کوونکي نارینه افغان لوبغاړي عبدالوهاب ظاهري د لوبې مهالویش نه دی اعلان شوی.
د برازیل "ریو" المپیک سیالیو پنځمه ورځ هم په ۳۲ مډالونو سره د امریکې هیواد په مخکیوالي سره پای ته ورسیده، چې ورته ښځینه کیټي لیډیکي په لامبو وهنه کې د سرو زرو مډال وګاټه.
د پنځمې ورځې ترپایه، چې په ۲۳ مډالونو سره دویم او جاپان بیا په ۱۸ مډالونو ګټلو سره په روانو سیالیو کې ځان درېیم مقام ته ورساوه.





