.jpg)
د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت ۴ م پړاو شپږیزې لیګ شل اوریزه کرکټ سیالۍ سبا په رسمي توګه په کابل کی پیلیږي.
افغان کرکټ بورډ وایي، ټاکل شوې دغه سیالۍ به د پاکستاني لوبغاړو په موجودیت کې نن (دوشنبه) پرانیستل شي.
د لومړیو ۴ پاکستاني لوبغاړو وروسته پرون ۲ پاکستاني لوبغاړي محمد سمیع او خالد لطیف او دغه راز هندوستاني الاصله سنګاپورې لوب څار سریکا پرساد په دغو سیالیو کی د لوبېدو او لوبڅارۍ له پاره کابل ته را ورسېدل.
.jpg)
د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د سږکال په ۶ شپږیزه سیالیو کې ۸ بهرنیو پاکستاني لوبغاړو ته د لوبېدو بلنه ورکړل شوې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، سلمان بټ، محمد اصف، ناصرجمشید، کامران اکمل، محمد سمیع او خالد لطیف په دې سیالیو کې د لوبېدو له پاره کابل ته رارسېدلې دي.
په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو راپوونو له مخې ۶ پاکستاني لوبغاړي په ګډون کوونکو ۶ لوبډلو وېشل شويدي.
.jpg)
په ۴ م پړاو شپږیزه کې به اوپنر بېټسمین ناصرجمشید د دفاعي اتلې سپین غر زمریان لوبډلې، تیزبالر محمد اصف له بند امیر ښاماران، تیزبالر محمد سمیع به د کابل بازان لوبډلې، خالد لطیف د بوست ساتونکو لوبډلې، کامران اکمل د مس عینک اتلان لوبډلې او سلمان بټ د امو نهنګان لوبډلې په ګټه لوبې ترسره کړي.
پاکستاني الاصله زمبابوې سکندر رضا، چې اوسمهال له خپلې لوبډلې سره د زمبابوې خلاف په ټیسټ سیالیو بوخت دی افغانستان ته په راتګ سره به له بند امیر ښاماران لوبډلې او بل پاکستاني کرکټ لوبغاړي بسم الله خان د بست ساتوونکو لوبډلې په ګټه ولوبیږي.
تراوسه افغان کرکټ بورډ پخپله په رسمي وېبپاڼه او فیسبوک پاڼه کې په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د پرله پسې هڅو سره سره د افغانستان کرکټ بورډ څخه د نظرپه اخیستلو بریالي نشو.





