د یوې سوداګریزې مجلې د کلني راپور له مخې هندي کپټان مهندرسینګ ډهوني د نړۍ په شتمنو لوبغاړو کې ۲۳ م مقام ترلاسه کړیدې.
دغه راز د شتمنو لوبغاړو او کرکټرانو په ډله کې ډهوني یواځې هندی لوبغاړی اعلان شوی دی.
مهندرسینګ ډهوني د کرکټرانو په ډله په نړېواله کچه بیا ټول شتمن کرکټران شاته پریښي او د ۱۰۰ شتمو لوبغاړو په ډله کې لومړی او یواځینی شتمن کرکټر اعلان شوی.
د راپور له مخې، مهندرسینګ ډهوني په تیرو ۱۲ میاشتو کې کې ۳۱ میلیونه ډالرګټلي دي.
د یادونې وړ ده، چې ډهوني د اسټرالیا په سفر کې تیرکال له ټیسټ کرکټ سره مخه ښه وکړه.
نوموړی نه يواځې دا، چې د خپلو لوبو او کپټانۍ له وجې په هندوستان کې مينه وال لري بلکې په نړۍ د ده د بې شمېره مينه والو څخه سترګې نه شو پټولی.
د کارپوهانو په اند مهندرسینګ ډهوني د خپلو ورزشي لاسته راوړنو او ښه شخصیت له کبله د هرنړیوالې کمپنۍ د استازیتوب له پاره تر ټولو ښه انتخاب دی.
د فوربزمجلې د معلوماتو له مخې،د مهندرسینګ ډهوني کلنې عواید ۴ میلیونه ډالردي، خو نورې پېسې یې د شهرت په مټ ترلاسه کړي دي.
د غه راز د نړۍ د شتمنو لوبغاړو لومړی مقام بیا امریکایي سوک وهوونکي "فلویډ می ویدر" ترلاسه کړی دی، چې په تیر کال کې یې ۳۰۰ میلیونه ډالرګټلي دي.
همدارنګه په دې ډله کې د روان کال د یوې پیړۍ شتمنې سوک وهنۍ لوبې دویم مقام ګټوونکې فیلیپیني "مني پکویو" ترلاسه کړې چې ۱۶۰ میلیونه ډالر یې ګټلي دي.
دغه راز د شتمنو لوبغاړو په ډله کې د ریال ماډریډ فوټبال کلپ له پاره لوبه کوونکي مشهوره پرتګالي فوټبالرکریسټیانو رونالډو په ۷۰ میلیونه او ۹۶ لکه ډالرو درېیم شتمن لوبغاړی اعلان شوی دی.
دغه راز د نړۍ په لسو غوره شتمنو نړیوالو لوبغاړو کې ارجنټایني فوټبالر"لیونیل میسي" په ۷۰ میلیونه او ۳۸ لکه ډالرو څلورم، سویسي ټینس لوبغاړی "روجرفیډر" په ۶۰ میلیونه او ۷۰ لکه ډالرو پنځم، امریکایي باسکیټ بال لوبغاړی "لوبورن جیمز" په ۶۰ میلیونه او ۴۸ لکه ډالرو شپږم، امریکایي باسکیټ بال لوبغاړی "کیون ډیورنټ "په ۵۰ میلیونه او ۴۱ لکه ډالرو اووم ، د امریکې ګالف لوبغاړی " فل میکلسن" په ۵۰ میلیونه او ۸ لکه ډالرو اتم ، امریکایي ګالف لوبغاړی " ټایګرووډ" په ۵۰ میلیونه او ۶ لکه ډالرو نهم او امریکایي باسکیټ بال لوبغاړې "کوبي برینټ" په ۴۰ میلیونه او ۹۵ لکه ډالرو بیا د نړۍ لسم شتمن لوبغاړی اعلان شوی دی.





