طالبانو د محمداغې ولسوالۍ ټول ښوونځي تړلي

د لوګر ولایتي شورا غړي وايي چې له تېرې ورځې راهیسې وسله‌والو طالبانو د دغې ولسوالۍ ټول ښوونځي د زده‌کوونکیو پرمخ تړلي دي.

د ولایتي شورا غړي محب‌الله صالح سلام‌وطندار ته وویل طالبانو د چهارشنبې په ورځ د نجونو او هلکانو ټول ښوونځيو ته خبر ورکړی چې د ولسي تلفاتو د مخنیوي په موخه دې د دغې ډلې تر دویم امر پورې ښوونځي تړلي وي. د ولایتي شورا دغه وکیل له ښکېلو غاړو غواړي چې د پوهنې نظام ته زیان ونه‌رسوي.

بل‌خوا د محمداغې ولسوال نورمحمد عبیدي هم دغه ستونزه مني او وایي چې امنیتي ځواکونو په تېرو څو ورځو کې پر وسله‌والو طالبانو سخت عملیات کړي دي او درنه مرګ‌ژوبله یې وراړولې ده؛ ځکه طالبانو د ځېنو ښوونځیو ښوونکیو ته د ښوونځیو تړلو امر کړی دی.

د محمداغې ولسوال وایي چې ستونزه ډېره پېچلې ده او تر راتلونکې شنبې ورځ پورې به د قومي مشرانو او د پوهنې د کارکوونکیو له لوري حل شي او ښوونځي به بېرته پرانیستل شي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د لوګر د پوهنې ریاست نظر هم واخو خو د پرلپسې اړیکو سره یې ځواب رانه‌کړ.

طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام