د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه ال راونډر سمیع الله شینواري په خپله وروستۍ مرکه کی ویلي، چې د تجربې د کمښت له کبله یې د سریلانکا خلاف ګټلې لوبه وبایلله.
د نوموړي په وینا؛ د زیاتو تجربو ترلاسه کولو لپاره باید په دوامداره توګه له ټیسټ لوبډلو سره لوبې ترسره کړي او د کرکټ نړېواله شورا باید په دې برخه کی له دوی سره مرسته وکړي.
شینواری وايي؛ د سریلانکا خلاف لوبه کې لومړی افغانستان تر ۳۰ منډې کمې ترلاسه کړې او ترڅنګ یی د جي وردهني او میتیوس ښکلې ملګرتیا وه، چې د افغانستان د بریا په مخ کی خنډ شوه او شخصاً زه د دې چانس په ضایع کولو سره ډېر خواشينی یم.
د نوموړي په وینا؛ ۲۶۰ به هغه هدف وای چې د افغانستان د بالینګ پر وړاندې به یې ترلاسه کول د فشار لاندې سریلانکایانو ته ډیر ستونزمن وای، خو دده او د اصغرترمینځ د ښکلې ملګرتیا وروسته افغانستان په وار وار سریلانکایي بالرانو ته ویکټې له لاسه ورکړې او ټاکل شوی هدف ترلاسه نه شو.
سمیع الله شینواري زیاته کړه، چې د افغانستان کرکټ تر ټولو ښه لوبغاړي لري او کولای شي، چې په نړیوال جام سیالیو کې د لومړي ځل لوبېدو سره سره هری لوبډلې ته ماتې ورکړي.
نوموړي وویل، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د روان نړېوال جام سیالیو یوې ګډون کوونکي لوبډلې څخه کم نه دی او نه لوبغاړي داسې احساس لري.
د افغانستان ملي کرکټ ټیم د لیګ سپینر وايي، وروسته له هغه نه، چې سریلانکا په ۵۱ منډو کې خپل لومړي څلور لوبغاړي له لاسه ورکړل بیا هم د نیږدې ۱۲۰ منډو ملګرتیا سره سره افغانستان د جي وردهني او میتیوس د سوځولو ۳ (رن اوټ) یا د منډې پر مهال د سوځېدو چانسونه درلودل، خو ګټه یی ترې پورته نکړای شوه.
نوموړي زیاته کړه، چې دوی په دې پوهېده که میتیوس او جی وردهني وسوځوي، نو بریا د دوی ده، خو تیسارا پریرا هم بهترینه لوبه وکړه او افغانستان د نړېوال جام لومړۍ بریا ترلاسه کولو چانس له لاسه ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په داسې حال کې له نیوزیلینډ څخه په لومړۍ سیالۍ کې ستره ماته خوړونکي سریلانکایې لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ووته، چې لومړۍ سیالۍ یې په ۱۰۵ منډو بنګله دیش ته بایللی، خو که څه هم لوبه یې وبایلله، خو د میلیونونو افغانانو او نورو کرکټ مینه والو زړونه یې په مقابله کوونکې لوبې او جذبې سره وګټل، چې آن د ځينو اسټراليايي رسنيو له لوري افغان لوبغاړو ته د کرکټ لقبونه هم ورکړی دي





