د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې کپتان جلال الدین شریعتیار د بحرین له یوه مشهوره فوټبال کلب "مناما"سره د لوبېدو تړون لاسلیک کړ.
د یاد کلب له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له دغه افغان مشهوره او تکړه فوټبال لوبغاړي سره یې پرون په پلازمینه مناما کې یو کلن تړون لاسلیک کړ.
پخپله جلال الدین شریعتیار هم په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې ریښتونې هڅې همیش رنګ راوړي او خوشحاله دی، چې له یوه مشهوره بحریني فوټبال کلب له پاره به لوبې وکړي.
نوموړي له خپل ایجنټ خالد الوطیبي څخه هم مننه کړې ده، چې په استعداد یې باور لري او ورسره په هر ډګر کې مرستندویه دی.
د یادونې وړ ده، مناما فوټبال کلب د بحرین یوه مشهوره کلب شمیرل کیږي، چې د بحرین په فوټبال لومړۍ لیکه سیالیو کې لوبیږي.
د یادونې وړ ده، چې یادې لوبډلې په خپلو لاسته راوړنو سره د روان سیزن له پاره د عربي هیوادونو مخکښه فوټبال کلپونو ترمنځ د "خلیج جام" ترنامه لاندې فوټبال سیالیو ته هم لاره پیدا کړي ده.
په پکتیا ولایت کې زیږیدلی ۳۲ کلن د دفاع لیکې لوبغاړی شریعتیار په خټه ځډران دی، چې د څوو کلونو راپدیخوا په المان کې ژوند کوي.
نوموړې په ۲۰۰۵ م کال کې په المان کې مسلکي فوټبال د "کونزټاز" لوبډلې له پاره پیل کړ، چې د هغې وروسته یې په بېلا بیلو کلونو کې د "ایمینډیګن" لوبډلې " ویډن" لوبډلې، "سکیوینفورټ" لوبډلې د قبرص "پیټسیلیا" لوبډلې د بحرین "هید" لوبډلې له پاره او بیا ځلې د وروستي ځل له پاره د "سکیونفورټ" لوبډلې له پاره لوبې ترسره کړي دي.
جلال الدین شریعتیار له ۲۰۰۷ م ز کال راهیسې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې له پاره لوبیږي، چې تراوسه په ۳۶ نړېوالو سیالیو کې د افغانستان له پاره لوبیدلی او یواځې په ۱ ګول ترسره کولو بریالی شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې مناما فوټبال کلب اوسمهال د بحرین په فوټبال غوره لیګ سیالیو بوخت دی، چې د لسو لوبډلو په کتار کې پنځم مقام له ځان سره لري او خپله راتلونکې لوبه به د راتلونکې شنبې په ورځ له بودایا لوبډلې سره ترسره کړي.





