درجه‌بندي؛ د نبي مخکې کېدل او د مجیب غورځېدل

کرېکټ نړۍوالې شورا (ای‌سي‌سي) د هندوستان او نیوزیلینډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په نیوزیلینډ کې د ۵۰ اوریزو لوبو پای ته رسېدو سره سم د ۵۰ اوریز لوبو نوې درجه‌بندي اعلان کړه.

د «ای‌سي‌سي» په خپرې شوې خبرپاڼې کې د افغان لوبغاړیو په درجه‌بندۍ کې مخکې تګ او شا ته تګ خبرونه راغلي دي چې د عربي اماراتو په کوربتوب له اسیا جام وروسته یې د خپل هېواد کرېکټ ملي لوبډلې له‌پاره نړۍوالې سیالۍ هم نه‌دي کړي.

ورته مطالب:

نبي او راشد نن د انګستان کرېکټ لیګ کې راښکاره کېږي

راشد او نبي له بنګله‌دېش سره په نننۍ سیالۍ کې د ریکارډ چانسونه لري

نبي عیسی‌خېل هم د انګلستان سوداګریزو سیالیو ته واخېستل شو

د نوې اعلان شوې درجه‌بندۍ له‌مخې، افغان ال‌راونډر محمدنبي عیسی‌خېل ـ چې اوسمهال د اسټرالیا په کوربتوب «بېګ‌باش» سیالیو کې د «میلبورن رینګیډز» لوبډلې په ګټه سیالیو کې بوخت دی ـ یو درجه پرمختګ کړی.

محمدنبي عیسی‌خېل د سویلي افریقا بالر ډیل‌سټین څخه د ۵۰ اوریزو لوبو د مخکښو بالرانو په ډله کې ۱۵م مقام نیولی او هغه یې ۱۶م مقام ته ښکته کړی‌دی.

هاخوا بیا د کومې ملي سیالۍ پرته د اسټرالیا په کوربتوب بېګ‌باش سیالیو کې د «برسبین هیټس» په ګټه لوبېدونکي اف سېپنر مجیب ځدران خپل پخوانی ۸م مقام له لاسه ورکړی.

د هندوستان خلاف د غورو لوبو وروسته نیوزیلینډی توپ‌اچوونکی «ټرینټ بولټ» اوچت ټوپ وهلی دی چی له ۱۰م مقامه اوس درېیم مقام ته رسېدلی دی او مجیب ځدران یې له ۸م مقامه ۹م مقام ته ګوزار کړی.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې مشهور لیګ سېپنر توپ‌اچوونکی راشدخان بیا د ۵۰ اوریزو لوبو په غورو بالرانو کې خپل پخوانی دویم مقام او د همدې لوبې په غورو ‌ال‌راونډرانو کې پخوانی لومړی مقام له ځان سره ساتلی دی.

د ۵۰ اوریزو لوبو په ال‌راونډرانو کې افغان ال‌راونډر محمدنبي عیسی‌خېل له راشد خان او شکیب الحسن وروسته پخوانی درېیم مقام له ځان سره ساتلی دی.

د یادونې ده چې افغان کرېکټ ملي لوبډله به روانه فېبرورۍ کې د هندوستان په کوربتوب د ایرلینډ خلاف ۵۰ اوریزې لوبې وکړي چې د دغه ۳ واړو افغان لوبغاړیو ترڅنګ به په‌کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې توپ‌وهونکي هم کولای شي د ۵۰ اوریزو لوبو په غورو وهونکیو کې ځای خپل کړي چې اوسمهال هېڅ افغان لوبغاړی ان د نړۍ په ۲۰ غورو توپ‌وهونکیو کې نه‌شته.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام