افغان کرکټ بورډ په پام کې لري، چې د کندوز ولایت جنګ ځپلو او بې ځایه شوو وګړو سره د مرستې له پاره د کرکټ یوه شل اوریزه لوبه جوړه کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ له خوا سلام وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ټاکل شوې ده، د مرستو د راټولولو دغه شل اوریزه لوبه په کابل کرکټ نړیوال لوبغالي کی وشي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په لوبغالي کې به د مرستو د راټولولو له پاره په لوبغالي کې صندقونه اېښودل شوي وي.
کرکټ بورډ وایي، چې دغه شل اوریزه لوبه به د راتلونکې پنجشنبې پر ورځ د افغانستان پر وخت غرمه لس بجې پیل شي.
د یادونې وړ ده، چې په وروستیو څوو اونیو کې په کندوز کې د حکومت او وسله والو مخالفینو تر منځ په نښتو کې زرګونه کورنۍ له دې ولایت څخه کډه کېدلو ته اړ او سختو ستونزو سره مخ شوې.
د کرکټ بورډ خبرپاڼه لیکي، چې دغه لوبه به د افغانستان (الف) او افغانستان پرمختیايي کرکټ لوبډلو ترمنځ وشي او مشري به یې د کرکټ د لوبغاړو ګلبدین نایب او جاوید احمدي پر غاړه وي.
دغې ادارې به خپله خبرپاڼې کې د خپل عمومي مشر نسیم الله دانش له خولې لیکلي، چې کرکټ بورډ هغه اداره ده، چې دا خپله دنده بولي، څو د کندوز جنګ ځپلو سره د کرکټ لوبې په واسطه مرستې راټولې او په زیانمنو وګړو یې ووېشي.
کرکټ بورډ پلان لري، چې دغه سیالۍ د اریانا ټلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرې شي.
د افغانستان کرکټ بورډ داعلان له مخې به د افغانستان په (الف) څلوارلس کسیزه لوبډله کې د ګلبدین نایب په کپتانۍ کې نجیب ترکې، شبیرنوري ، عمران جنت، مجتبې، عبید کنړی، احسان منګل، جاوید ځدران، پرویزملکزی،قیس، مرادعلي، شوکت زمان، ناصرجمال او روښان بارکزی شامل دي.
دغه راز د جاوید احمدي په کپتانۍ د افغانستان پرمختیايي څلوارلس کسیزې لوبډلې ته عثمان غني، رحیم منګل، شاهد مندوزې، نورالحق ملکزی، طارق ستانکزی، شرف الدین اشرف، نوین الحق، ضیا الرحمان اکبر، باطن شاه عبدالرحیمزی، حضرت الله ځاځې، انعام الله ، نوازخان او ظهور غوره شوي دي.
د ویلو ده، چې دا د افغانستان کرکټ په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې د کوم ولایت جنګ ځپلو او زیانمنو وګړو سره د مرستې له پاره یوه نمایشي شل اوریزه لوبه کوي.





