ښځینه فوټبال ملي لوبډله د ازبکستان له سفره پاتې شوه

د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډله د تیاریو سره سره د مرکزي اسیا په لومړي پړاو ښځینه فوټبال ټورنامنټ سیالیو کې له ګډون کولو بې برخې شول.

د فوټبال فدراسیون د رسنیو څانګې مسوول علي کاظمي سلام وطندار ته وویل، چې افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډله د ازبکستان هېواد، د ویزو نه ورکولو ستونزې له امله په دغو سیالیو کې ګډون ونه شي کړی.

نوموړي، د وېزې نه ورکولو لامله په ډاګه نه کړه.

د کاظمي په وینا، د ازبکستان سفارت د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې ته د دې هېواد ویزې ورنه کړې او لوبډله له سیالیو پاتې شوه.

د ازبکستان په کوربتوب د مرکزي اسیا ښځینه فوټبال سیالۍ افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې له پاره ډیرې مهمی سیالۍ وي، چې په دې سیالیو کې له پیاوړو لوبډلو سره د لوبېدو موکه لرله.

یادې سیالۍ پرون د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې پیل شوې چې افغانستان له تاجکستان او ترکمنستان لوبډلو سره په ګروپ کې وو.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د افغانستان ترڅنګ د ترکمنستان ښځینه فوټبال ملي لوبډله هم د نااعلان شوي دلیل له کبله په دې ټورنامنټ کی برخه نه لري.

روانه اونۍ د افغانستان فوټبال فدراسیون دغو سیالیو ته د پوره تیاریو او تمریناتو وروسته خپله لوبډله هم اعلان کړه.

ټاکل شوې وه، د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډله د لومړي ځل له پاره د مرکزي اسیا له پیاوړو ښځینه فوټبال لوبډلو سره لوبېدلې وي، چی د افغانستان فوتبال فدراسیون د سویلي اسیا زون په ځای په مرکزي اسیا زون کی د لوبېدو پرېکړه وکړه؛ خو د لومړي ټورنامنټ پیل یې ښه نه وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام