دانش: کویټې ته ملي ټیم څه چې ولایتي ټیم هم نه لیږو

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر نسیم الله دانش د پاکستان نا امنه بلوچستان ایالت ته د خپلې کرکټ ملي لوبډلې د لیږلو څخه سوچ انکار وکړ.
ښاغلي دانش په خپله رسمي ټولنیزه (فیسبوک) پاڼه کې د یو  پیغام په خپرولو سره د پاکستان د کرکټ بورډ مشر شهریار خان وروستۍ څرګنډونې رد کړي دي.
د نوموړي په وینا، چې کویټې ښار ته د سیالیو په موخه د افغانستان کرکټ ملي لوبډله څه چې آن د افغانستان د یوه ولایت کرکټ لوبډله به هم ونه لیږي.
د کرکټ بورډ عمومي مشر زیاته کړې ده، چې پاکستاني کرکټ بورډ ورسره په دې اړه هیڅ اړیکه نه ده نیولې او که دوی ته د پاکستان کرکټ بورډ لخوا رسمي بلنه هم ورکړل شي؛ نو بیا هم بلوچستان ته دسیالیو له پاره ورتګ ته تیار نه دي.


له دې وړاندې روانه اونۍ د پاکستان کرکټ بورډ مشر شهریار خان په کویټه کې رسنیو سره په خبرو کې وویل چې کویټې ښار ته د نړیوال کرکټ راوستلو په موخه د افغان کرکټ ملي لوبډلې په رابللو فکر کوي.
د پاکستان (ډان) نیوز راپور د شهریار خان له خولې لیکلي، افغان کرکټ بورډ پاکستان ته د سیالیو په موخه راتګ ته زړه ښه کړی دی او دوی پلان لري چې په بلوچستان ایالت کې هم له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره سیالۍ ترسره کړي او په دې سره په دغه جنګ ځپلي ایالت کې مینه وال له نړیوال کرکټ لیدلو برخمن شي.
افغان کرکټ بورډ بیا وایي، چې ښایي د روان کال په دسمبر میاشت کې له پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې سره نړیوالې سیالۍ ترسره کړي خو تر اوسه یې رسمي مهال ویش نه دی اعلان شوی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام