افغانستان د ویسټ انډيز خلاف لوبو کې څه وکړل او څه پکار دي؟

دواړو افغانستان او ویسټ انډیز د درېیمې ۵۰ اوریزه لوبې له‌پاره د نورو سیالیو په پرتله ډیر انتظار وویست خو پریکړه کوونکې دريېمه سیالۍ یې بې پایلې اعلان شوه.

د سینټ لوشیا په "ډیرن سمي" لوبغالي کې د پرله پسې باران وروسته وخت ناوخته د لوبې د پیلیدو او بیا ځنډیدو خبره ورکول کیده، چې په دې پلمه پچې ویشتنې ته هم چانس برابر شو چې اصغرستانکزي یې په ګټلو سره په حیرانوونکې توګه د لومړۍ لوبې کولو پریکړه وکړه.

خو باران د لوبې شا نه پریښوده، چې اخر هم د لوبې مسوولینو مجبور شول د ټاکلي ۸ ساعتونو تیریدو وروسته لوبه لغوه اعلان کړي او افغانستان ته په یوې یوی بریا برابرۍ سره سره له دې کبله د اتلولۍ جام ورکړي چې میلمه هیواد وو.

په دې سره د ویسټ انډيز کوربه لوبډلې خلاف په لومړي تاریخي دوه اړخیزه سفر کې افغان کرکټ ملي لوبډلې ټولټال ۵ لوبې وکړې او یواځې ۱ لوبه کې یې بریا خپله کړه.

په شل اوریزه لوبو کې د ۳ ۰ ماتو او ۵۰ اوریزه لوبو برابرولو سره ـ سره بیا هم د اوس له پاره په ۲۰ اوریزه او ۵۰ اوریزه نړیواله درجه بندۍ کې د افغانستان د شاته تګ خطر نشته.

په دغو سیالیو کې افغان لوبډلې په لومړۍ ۵۰ اوریزه لوبه کې بریا سره په نړیوالو رسنیو کې غوغا جوړه کړه، چې د یو شمیر افغان لوبغاړو ښه ځلیدو ترڅنګ د کرکټ نړیوالې شورا له‌خوا د لوبغاړو درجه بندي اعلان شوه، چې په‌کې راشد خان د نړۍ ۴م شل اوریزه بالر او نبي عیسی خیل بیا د ۲۰ اوریزه او ۵۰ اوریزه لوبو درېیم غوره ال راونډر اعلان شو.

د ټولو ۲۰ اوریزه لوبو بایللو وروسته  وخت ناوخته ملي لوبډله کې چانس ترلاسه کوونکی اوپنر جاوید احمدي لومړۍ ۵۰ اوریزه سیالۍ کې ښه وځلید او په سخت ویکټ یې په اسانۍ سره ۸۱ منډې جوړې کړې.

په همدې لوبه کې راشد خان ارمان د خپل نړیوال کرکټ لومړې او په ټولیزه توګه ۴م بهترینه بالینګ وکړ او د ۷ لوبغاړو په سوځولو یې افغانستان ته لومړۍ بریا خپله کړه.

دغه راز ګلبدین نایب هم په ۵۰ اوریزه لوبو کې په دواړو بیټ او بال کې ښه وځلید چې له نورو زیاتی ۹۲ منډې او ۳ ویکټې یې ترلاسه کړی خو د نورو لوبغاړو له‌پاره ښه نه وو.

ښایي زیاترو کرکټ مینه‌والو او کارپوهانو ته د ویسټ انډیز خلاف د افغانستان لوبیدل کافي او ویاړ خبره وي، خو په نړیوال کرکټ کې د خپل شته استعداد ښودلو له‌پاره باید په‌دې بسنه و نه‌شي او د لوبډلې د لا پرمختګ لپاره د کرکټ بورډ هڅې یو په دوه شي.

دا چې د راتلونکې له‌پاره چې افغان کرکټ ملي لوبډله کومې سترې نړیوالې او مهمې سیالۍ مخ په وړاندې نه‌لري کرکټ بورډ ته څو ټکي په ګوته کول اړین دي چې له غټو لوبډلو سره سیالۍ کول یې مهم هدف ګرځولی څرنګه ښه لوبغاړي او د ښه لوبیدو لپاره اغیزمن پلان برابر کړي؟

د بهترینه کپتانۍ ترڅنګ د کپتان اصغرستانکزي بیټ د چلیدو نوم نه اخلي چې دغه سیوری یې په ۲ پنځوس اوریزه لوبو کې په مهم لوبغاړي رحمت شاه زرمتي او له ۲۰ اوریزه لوبوناکام اوپنر نورعلي ځدران هم پری باسلی وو د شهزاد په نه شتون کې یې د لومړۍ او منځنۍ لیکي د کمزورۍ ثبوت وړاندې کړ چې ورته پاملرنه پکار ده.

سمیع‌الله شینواری سره هم بخت یاري و نه‌کړه او هم په بالینګ کې په ۱۰ ویکټو د مخکښ او د سیریز غوره بالر راشد خان ملا هیڅ بالر ور ونه تړله او زیاتره افغان لوبغاړي معمولي ثابت شول.

چیرته چې د ویسټ انډيز تیزوبالرانو په ۲۰ اوریزه او ۵۰ اوریزه لوبو کې بهترینه او خطرناکه بالینګ ترسره کړ هلته بیا دولت ځدران د پام وړ کارکردګي و نه‌کړای شوه او د حمزه هم پخوانۍ مزه نه‌وه.

د کلونو په تیریدو او د بیلا بیلو روزونکو د ژمنو سره ـ سره لاهم د لوبغاړو لوبول په منظم ډول نه وو، چې د سترو لوبډلو خلاف لوبیدو کې به ستر سرخوږی وي.

د لوبډلې توازن ته هیڅ پام ونشو او ددې په ځای چې لوبډله کې اړتیا ته وکتل شي یواځې لوبغاړي خوشحاله کړای شول او له همدی کبله په حیرانوونکې توګه په وروستۍ او ترټولو مهمه سیالۍ کې ۲ داسې لوبغاړو ناصرجمال او فرید ملک ته چانس ورکړل شو چې دروان سفر لومړۍ لوبه یې وه.

د ویسټ انډیزی په مړو پیچونو افغان لوبغاړي د (باونس) بالونو په لوبولو کې له ورایه کمزوري ښکاره شول چې ددې ښکارندوی کوي چې یو شمیر اوسني لوبغاړي یا خو نور د زده‌کړې ګنجایش نه‌لري او یا خو باید له نوي کرکټ سره ځان بلد کړي.

ترڅنګ یې دې نتیجې ته هم ورسیدو، چې په افغان کرکټ ملي لوبډله کې د نویو، جذبه لرونکو لوبغاړو د شاملولو وخت رارسیدلی دی او دا چې راتلونکي کې کوم داسې مهم ټورنامنټ مخ په وړاندې نه‌لرو، نو وخت دی ترڅو نویو لوبغاړو د وخت او چانس په ورکولو په لوبډله کې ښه زړور شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام