د کرکټ نړيوال جام له پاره په روانو لوبو کې د افغانستان ملي لوبډلې د ډيرو سترګې ځان ته را اړولي دي.
که څه هم افغان لوبډله په لومړي ځل په دغو سياليو کې برخه اخلي خو د لوبغاړو استعداد او وړتیا ډيرو ستايلې.
توپ اچونکی حميد حسن په دې ډله کې يو هغه دی. د نيوزي لينډ تلویزون "ون نيوز" په خپل وروستي راپور کې حميد حسن د هالي وډ فلمي ستوري ريمبو سره پرتله کړی.
د سريلنکا پر وړاندې لوبه کې د حميد حسن سر ته تير ټوپ وهل یې د يو ايکشن فلم منظره بللی.
"ون نيوز" پر خپل ويب پاڼه ليکلي چې حميد حسن کرکټ لوبې ته د هالي وډ ايکشن راوړ.
تيز توپ ويشتونکي حميد حسن د ملي بيرغ وړه ټوټه هم د توپ اچونې پر محال پر سر باندي تړي او د سترګو لاندې یې هم دافغانستان ملي بيرغ جوړ کړی، چې د ون نيوز پر وينا د جان ريمبو ته ډير ورته والی لري.
حميد حسن د Cricinfo لپاره په خپله مقاله کې دا اقرار هم کړی چې جان ريمبو (سلويسټر سټالون) د دغه ډير زيات خوښ دی. "زما امريکاي سيريالونه او فلمونه ډير خوښيږي او د سلويسټر سټالون فلم "راکي" مې تر ټولو ډير خوښ دي.
ويب پاڼې د افغان ملي لوبډلې په صفت کې ليکلي چې افغانانو د نړيوال جام په خپله دويمه لوبه کې نږدې سریلنکا ته ماته ورکړي وه، چې يو ځل د نړيوال جام اتله ډله ده.
په دغي لوبه کې حميد حسن دري سري لنکایي لوبغاړي سوځولي و.





