
ټاکل شوې افغان کرېکټ ملي لوبډله نن د انګلستان په کوربهتوب په روان نړیوال جام کې خپله لومړۍ رسمي سیالي نن مازدیګر ۵ بجی له دفاعي اتلې اسټرالیايي کرېکټ ملي لوبډلې سره وکړي.
دغه لوبه د انګلستان په بریسټول لوبغالي کې کېږي او دا به لومړی ځل وي چې افغانستان د انګلستان په خاوره کې رسمي نړیواله سیالي کوي.
افغانستان چې له تېرې یوې لسیزې او ۲۰۰۹ کال راهیسې د کرېکټ له نړیوالې شورا سره د ۵۰ اوریزو لوبو امتیاز لري، تراوسه یې یوازې ۲ ځله په نړیوالو پنځوس اوریزو لوبو کې له اسټرالیايي لوبډلې سره لوبېدلی.
افغانستان لومړی ځل په ۲۰۱۲ کال کې په شارجه لوبغالي کې له اسټرالیا سره ۵۰ اوریزه سیالي وکړه چې په ۶۶ منډو یې ماته وخوړه او دویمه ماته یې هم د اسټرالیا په کوربهتوب د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام کې وه چې اسټرالیا پهکې د ۴۱۷ منډو ریکارډ جوړ کړ.
نننۍ سیالي به له ۲۰۰۵ کال وروسته لومړۍ او ټولټال درېیم ځل وي چې له اسټرالیايي کرېکټ ملي لوبډلې سره له ۲۰۰۱ کال را وروسته یو ځل بیا په بریسټول لوبغالي کې نړیواله سیالي کوي چې دلته یې یوه ماتې او یوه بریا هم په خپل نوم ثبت کړې دي.
.jpg)
اسټرالیايي کرېکټ ملي لوبډله د میچل سټارک، سټیف سمت او ډېوېډ وارنر په راتګ پیاوړې شوې، خو په همدې لوبغالي کې د پاکستان پر خلاف د افغان لوبډلې په تمریني سیالي کې بریا ته په کتو له افغان اتلانو نه هم د ښې لوبې کولو تمه کېږي.
ویل کېږي، که د افغانستان بالران، په ځانګړې توګه مجیب، نبي او راشد اسټرالیايي لوبډله تر ۱۵۰ منډو را ایساره کړي؛ نو افغانستان د بریا چانس لري، خو له ۲۰۰ نه د لوړ هدف ترلاسه کول به د افغانستان لپاره ستونزمن وي.
د نړیوالو رسنیو په اند، وړتیاوو او اړتیاوو ته په کتو، افغانستان ښایي په نننۍ سیالي کې حضرتالله ځاځی، شهزاد محمدي، رحمتشاه زرمتی، حشمتالله شهیدي، اصغرافغان، نبي عیسیخېل، ګلبدین نایب، راشدخان، حمید حسن، دولت ځدران او مجیب ځدران ولوبوي.





