افغان کرکټ بورډ د درېیم پړاو (شپږیزې) ټورنمېنټ مهال وېش اعلان کړ

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د روان کال درېیم پړاو الکوزي (شپږیزې) شل اوریزه کرکټ ټورنمېنټ مهال وېش اعلان کړ، چې راتلونکې میاشت به په کابل کې پیل شي.

د کرکټ بورډ له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دا ځل به په درېیم پړاو شپږیزه ټورنمېنټ کې د لومړي ځل له پاره ۶ لوبډلې لوبې ترسره کړي.

د کرکټ بورډ له خوا د اعلان شوي مهال وېش له مخې به د سیالیو لومړۍ لوبه د نومبر میاشتې پر ۳ مه نېټه د دفاعي اتلې مس عینک او مرکزي زون بند امیر لوبډلو ترمنځ وشي.

په همدې ورځ به د دې شل اوریزه کرکټ مېلې لومړۍ اتله د سپین غر منتخبه لوبډله له امو زون لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.

د کرکټ بورډ داعلان له مخې، چې سیالۍ به د نومبر میاشتې په ۳ مه نېټه پیل او د همدې میاشتې پر ۱۲ مه نېټه به په کابل الکوزي کرکټ نړیوال لوبغالي کې د اتلې لوبډلې په اعلان سره پای ته ورسېږي.

ټاکل شوې وه، دغه سیالۍ د تېرو کلونو په څېر د روان کال اګست میاشتې په ۲۵ مه نېټه پیل شوی وای، خو کرکټ بورډ، سیالۍ د بېلابېلو نوښتونو ژمنو په پایله کې راتلونکې میاشتې ته وځنډولې.

د اعلان له مخې به په دې سیالیو کې هره ورځ دوه دوه لوبې وشي، چې لومړۍ لوبه به سهار ۹ بجې او دویمه لوبه به ماسپښین ۱ بجه په کابل کې ترسره کېږي.

د لیګ سیالیو وروسته به ۴ مخکښې لوبډلې نیمه پای لوبو ته غوره شي، چې د نومبر ۱۱ مه نېټه به ترسره شي؛ خو د اتلولۍ ترلاسه کولو په موخه فاینل لوبې ته بیا ۱۲ مه نیټه اعلان شوې ده، چې غرمه ۱۱ بجې به پیل شي.

په دې سیالیو کې د نوي کابل بازان لوبډلې تر څنګ د پخوا په څېر بند امیر، امو، مس عینک، سپین غر او بوست لوبډلې برخه لري.

کرکټ بورډ درېیم پړاو شپږیزې ټورنمېنټ له پاره د بېلابېلو نوښتونو ژمنې کړې دي، چې سیالۍ په ښه کیفیت نشرول، نندارچیانو له پاره د سهولتونو برابرول، د لوبغالي رغول او د ځانګړې سندرې چمتو کول په کې په شامل دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام