سبا د پاکستان دویم پړاو «پي اېس ایل» کرکټ سیالۍ پیلېږي

ټاکل شوې ده، سبا ته ۵ لوبډلو ترمنځ د ۲ افغان لوبغاړیو په ګډون د پاکستان دویم پړاو سوداګریزې سوپرلیګ کرکټ سیالۍ پیل شي.

افغان کرکټ بورډ وایي، دواړو افغان لوبغاړیو «محمد نبي عیسی‌خېل او شهزاد محمدي» ته یې په دې سیالیو کې د لوبېدو اجازه ورکړې ده، چې مخکې د زمبابوی د سفر له کبله په دې سیالیو کې له لوبېدو په شا شوي وو.

د کرکټ بورډ د رسنیو څانګې مسوول فرید هوتک سلام‌وطندار ته وویل، چې محمد نبي عیسی‌خېل به د دې ټورنمېنټ په لومړیو سیالیو کې او شهزاد محمدي به د زمبابوی سفر وروسته ولوبېږي.

د دویم پړاو پاکستان سوداګریزو سیالیو د مهال‌وېش له مخې به شهزاد محمدي په داسې وخت کی له پېښور «زلمي لوبډلې» سره ملګری شي، چې د لیګ سیالۍ به پای ته رسېدلې وي.

نبي عیسی‌خېل د تېر کال په څېر له «کویټې ګلډییټرز» لوبډلې له‌پاره لوبېدو ته او شهزاد محمدي بیا د «پېښور زلمي لوبډلې» له‌خوا سیالیو ته اخسیتل شوی.

د پاکستان په دویم پړاو سوپرلیګ سیالیو کې سبا په لومړۍ ورځې د مصباح‌الحق په کپتانۍ کې دفاعي اتله «اسلام اباد یونایټېډ» لوبډله د «ډېرن سمي» په لوبډلمشرۍ کې له «پېښور زلمي» لوبډلې سره سیالۍ وکړي.

که څه هم داسې ویل کېږي، چې نبي عیسی‌خېل به په زمبابوی کې له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره له یوځای کېدو مخکې په ۳ سیالیو کې ولوبېږي؛ خو اوس‌مهال یوازې په ۲ سیالیو کې د نبي عیسی‌خېل د لوبېدو امکان شته.

ټاکل شوې ده، «کویټه» لوبډله به د فېبرورۍ پر ۱۰ مه نېټه د «لاهور قلندرز» لوبډلې خلاف او پر ۱۱ مه نېټه «د کراچۍ کینګز» لوبډلې خلاف سیالۍ وکړي او درېیمه لوبه کې به د فېبرورۍ پر ۱۵ مه نېټه وکړي، چی په لوبولو سره یې نبي عیسی‌خېل د زمبابوی خلاف د فېبرورۍ پر ۱۶ مه نېټه پلان شوې لومړۍ ۵۰ اوریزې نړیوالې سیالۍ ته نه‌شي رسېدلی.

د پاکستان دویم پړاو سوپرلیګ سیالیو کې یوازې د کویټي او اسلام اباد لوبډلو لوبډلمشري پاکستانی سرفراز احمد او مصباح‌الحق وکړي؛ خو د لاهور لوبډلې لوبډلمشري نیوزیلینډي برینډن مکولم، د پېښور لوبډلې لوبډلمشري ویسټ انډيزي ډیرن سمي او د کراچۍ لوبډلې هغه بیا سریلانکایي کمارسنګاکار ته ورکړل شوې ده.

د عربي اماراتو په کوربتوب د پاکستان دویم پړاو سوداګریزې کرکټ سیالۍ به له ۲۴ لوبو وروسته د مارچ پر ۵ مه نېټه پای ته ورسېږي.

د پاکستان کرکټ بورډ پلان لري، چې د سږکال ټورنمېنټ «فاینل» لوبه د پاکستان په لاهور کی وکړي؛ خو تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه‌ده شوې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام