ریال ماډریډ په ۳ ګولونو سره اټلاټیکو ماډریډ لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هسپانیې د لالیګا سیالیو په ۱۲مه اونۍ لوبو کې بېګا شپه د فوټبال ۲ مشهور کلپونه د خپلو سیالانو په مقابل کې د لوبې ډګر ته ووتل. دغه لوبه ریال ماډریډ ته له خوښیو او بارسلونا ته له خواشینیو ډکه وه.

د هسپانيې د لالیګا سیالیو د رسمي پاڼې د راپور له مخې، د لالیګا سیالیو په دوام بېګا شپه ریال ماډریډ لوبډلې د خپلې سیالې اتلاتیکو ماډریډ لوبډلې پر خلاف یو اړخیزه بریا ترلاسه کړه، هماغه شپه د ریال ماډریډ لوبډلې سیاله بارسلونا لوبډله بیا د ملاګا لوبډلې پر وړاندې ماته شوه.

بارسلونا فوټبال کلب د ملاګا لوبډلې سربېره له ریال ماډریډ څخه هم شاته پاتې شو.

په دې سیالیو کې بیا د فوټبال نړۍ مشهورو لوبغاړیو کرېسټیانو رونالډو او لیونیل میسي د ګولونو توپیر پاې ته ورسېد، چې له لویس سواریز سره په ګډه درې واړه لوبغاړي تراوسه په شویو ۱۲ سیالیو کې ۸ ګولونه وهلي.

ریال ماډریډ لوبډلې د کرېسټیانو رونالډو د هېټریک ۳ ګولونو په وسیله سیاله اټلاټیکو ماډریډ لوبډله ۳ د ۰ ګول په وړاندې له ماتې سره مخ کړه.

کرېسټیانو رونالډو د خپلې لوبډلې په ګټه د لوبې لومړۍ نیمایي په ۲۳ مه دقیقه او دوېیمې نیمایي په ۷۱ مه او ۷۷ مه دقیقه کې ګولونه ووهل.

ریال ماډریډ په روانو لالیګا سیالیو کې له بارسلونا د ۴ امتیازونو په لرولو سره لومړی مقام لري.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د دې سیالیو په دوام د بېګا شپې په ۲ نورو سیالیو کې درېیم مقام لرونکې سویلا لوبډلې ډیپورټیف ته او ایبر بیا سیلټا ډي ویګو لوبډلې ته ماته ورکړې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام