لیونل میسي او خاویر ماسکرانو د خپل هېواد له فوټبال سره مخه ښه وکړه

د امریکا د کوپا فوټبال په وروستي پړاو سیالیو کې ارجنټاین او چیلي ترمنځ لوبه کې چیلي د ښه پنالتي په وهلو سره سیالي وګټله.

چیلي تېر کال هم ارجنټاین ته په پنالتي سره ماته ورکړې وه. مهمه نقطه دا ده، چې لیونل میسي او خاویر ماسکرانو د چیلي پر وړاندې له ماتې خوړلو وروسته ټول ارجنټیاني وګړي حیران کړل.

ده له لوبې وروسته وویل: «زه به نور په ملي لوبډله کې نه یم. دا څلورمه وروستۍ مرحله وه، چې ما په کې ماتې وخوړه. پرېکړه مې کړې، چې له دې لوبډلې الله په اماني وکړم. فکر کوم، ښه پرېکړه ده.»

د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې دغه پياوړي لوبغاړي زیاته کړه، ستړی شوی دی او ډېر کوښښ یې وکړ، چې په دې پړاو کې بریالی شي؛ خو د ده هڅې برعکس شوې. هغه زیاته کړه، مناسبه ګڼي، چې له دې ماتې سره خپل غړیتوب له دې لوبډلې واخلي.

ماسکرانو له لیونل میسي وروسته له خپلې ملي لوبډلې سره خدای په اماني وکړه او دا ماتې یې د ځان له پاره ناکامي وګڼله.

د ارجنټاین او چیلي لوبه نن (دوشنبې) سهار مهال د امریکا د نویجرسي په «مت لایف» لوبغالي کې وشوه.

د دې لوبې تر ۹۰ یمې دقیقې پورې د لوبې برخلیک نه و معلوم. مارسلو دیاس په لومړۍ نیمایي کې په ۲۸مه دقیقه کې د دویم ځلي زېړ کارټ په ترلاسه کولو سره له چیلي لوبډلې وویستل شو. البي سلسته ته دا ښه موکې وه، چې لوبه په خپله ګټه تمامه کړي؛ خو لومړۍ نیمايي ته د دوه دقیقو په واټن مارکوس روخو د سور کارت په ترلاسه کولو سره له لوبې اخراج شو. د لوبې په دویمې نیمايي کې هم له ډېرو هڅو سره ـ سره یوې لوبډلې هم ګول ونه شو وهلی.

په پایله کې لوبه د پنالتي په وهلو سره ۴ پر ۲ د چیلي په ګټه تمامه شوه.

په چیلي لوبډله کې ارتورو ویدال خپل لومړی پنالتي خطا کړ او په ارجنټاینۍ لوبډله کې لیونل میسي او لوکاس بیلیا هم ونه توانېدل چې ګولونه ووهي.

ارجنټاین په دې پړاو کې د دوو ګولونو په وهلو سره د چیلي په واسطه له لوبو وغورځول شو.

دا په تېرو دوو کلونو کې درېیم پړاو سیالۍ دي، چې میسې یې د ماتې له امله له لوبو خارجېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام