اصغرستانکزی : له افغانستان وروسته په زمبابوی هم بده ورځ راتلی شي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کپتان اصغرستانکزي ویلي دي< چې د زمبابوی خلاف لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې ماته د افغان لوبډلې له پاره بدترینه ورځ وه.

د افغان کپتان په وینا لاهم ډیرې سیالۍ پاتې دي او له افغانستان وروسته په کوربه زمبابوی هم بدې ورځې راتللی شي ځکه هره ورځ د جمعې ورځ نه وي.

اصغرستانکزي چې د زمبابوی خلاف یې د سترې ماتې وروسته رسنیزه غونډه کې خبرې کولې زیاته کړه چې یو شمیر افغان لوبغاړو بیکاره لوبه وکړه او زر زر یې ویکټې له لاسه ورکړې.

د نوموړي په وینا، دزمبابوی بالرمساکدزا ښکلی بالینګ او د دې لوبډلې بهترینه فیلډینګ افغان لوبډله ځان جوړولو ته پرې نه ښوده او په غټ هدف ټاکلو کې پاتې راغله.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه که افغان لوبډلې له ۲۰۰ څخه پورته منډې جوړې کړې وی نو یقیني توګه به ښکلې لوبه ترسره شوې وای.

په لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې افغان کرکټ ملي لوبډلې د دولت ځدران د زیاتو ۲۵ منډو په مټ د یوې یو اړخیزې لوبې وروسته په ۱۲۲ منډو وسوځیده چې زمبابوی دغه هدف ۱۴۰ باله وړاندې د ۲ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړ.

دیادونې وړ ده چې د افغانستان خلاف په لومړۍ لوبه کې بریا د زمبابوې د کرکټ تاریخ دویمه تیزترینه لوبه ثبت شوه چې پکښې هدف ته رسیږي.

اصغرستانکزي رسنیو ته وویل چې زمبابوې ته د ښه کرکټ کولو له پاره راغلي دي او تمه لري چې راتلونکو لوبو کې ښې لوبې ترسره کړي او له خپلو غلطیو څخه زده کړه وکړي.

د ښاغلي ستانکزي په وینا چې په کرکټ کې ګټل او بایلل شته ، په ښه پیچ لوبډله راګیره شي او ماته وخوري او یا هم په خراب پیچ یوه لوبډله ډیره ښه لوبه ترسره کړي.

نوموړي دا خبره رد کړه چې راتلونکې سیالۍ به ګټي خو زیاته یې کړه چې هره لوبډله چې ښه لوبه وکړي د ورځې په اخر کې به ګټوونکي وي.

ټاکل شوې ده د زمبابوی په روان سفر کې به افغان کرکټ ملي لوبډله د زمبابوی خلاف خپله دویمه نړیواله پنځوس اوریزه لوبه ترسره کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام