د افغانستان ۱۹ کلنې فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰ کلنو فوټبال نړېوال جام سیالیو ته دلارې موندنې په موخه په لومړي ټاکنیزپړاو په لومړۍ لوبه کې لومړۍ ماته ومنله.
د سیالیو د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې چې د عربي اماراتو نولس کلنې فوټبال ملي لوبډلې افغان لوبډلې ته ۳ د ۰ په وړاندې ستره ماتې ورکړه.
دغه لوبه پرون جمعه د فلسطین په کوربتوب فیصل الحسیني فوټبال نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه چې ۵ سوه نندارچیانو ننداره کړه.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې چې عربي اماراتو فوټبال ملي لوبډلې د افغانستان خلاف درې واړه ګولونه دلوبې په لومړۍ نیمایي کې ترسره کړل.
د مسوولینو په وینا، چې د عربي اماراتو لپاره د لوبې لومړۍ نیمایي ۷ مه دقیقه کې النوبي ، په ۲۰ مه او ۲۵ مه دقیقه کې المیهیري دافغانستان خلاف د خپلې لوبډلې په ګټه ګولونه ترسره کړل.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې ددې سیالیو په دوام به افغانستان خپله دوهمه لوبه سبا ماښام په همدې لوبغالي کې له کوربه فلسطین نولس کلنې فوټبال ملي لوبډلې سره ترسره کړي.
کوربه فلسطین نولس کلنې فوټبال ملي لوبډلې په روانو سیالیو کې لومړۍ لوبه له هندۍ لوبډلې سره ترسره کړه چې ۱ د ۰ په وړاندې یې وګټله.
د اسیا په نولس کلنو لومړي پړاو ټاکنیزو سیالیوکې ۴۰ هیوادونه په ۱۰ بیلا بیلو ګروپونو کې لوبیږي چې پکښې افغانستان په (سي) ګروپ کې له فلسطین ، عربي امارات او هندوستان سره لوبیږي.
په لومړۍ ماتې سره افغانستان اوسمهال د ګډون کوونکو لوبډلو په کتار کې د عربي اماراتو ، فلسطین او هندوستان نولس کلنو فوټبال ملي لوبډلو وروسته وروستې څلورم مقام لري.
دغه سیالۍ د اسیا وچې په بېلا بېلو هیوادونو کې تیره اونۍ پیل او دروانې اونۍ په (سې شنبې) ورځ د ۲۰ غوره لوبډلو په اعلان سره پاې ته رسیږي.





