اسټرالیا په کرکټ کې نیمایي لوبډله له لاسه ورکړه

په وروستۍ څه باندې یوه میاشت کې دانګلستان خلاف د "ایشیز" سیالیو راپدیخوا اسټرالیا د خپلې ټیسټ لوبډلې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړي دي.

ددې لوبډلې وروستې لوبغاړی ویکټ ساتوونکی براډ هیډن وو، چې د اسټرالیا لپاره یې ټیسټ کرکټ سره مخه ښه وکړه.

دغه ویکټ ساتوونکی په وروستۍ یوه میاشت کې داسټرالوۍ ټیسټ لوبډلې کپتان مایکل کلارک، تیزبالر رین هیریس، اوپنر بیټسمین کریس روجرز او مشهوره ال راونډر شین واټسن وروسته پنځم اسټرالوې کرکټر شو، چې ټیسټ کرکټ سره مخه ښه کوي.

براډ هیډن دانګلستان په کوربتوب د روان کال ایشیزسیالیو لپاره د اسټرالوۍ لوبډلې ویکټ ساتوونکې و، خو د لومړۍ ټیسټ لوبې وروسته یې خپل ځاې پیټرنیول ته وبایله.

براډ هیډن دانګلستان خلاف لارډز دویمې ټیسټ لوبې له پاره د خپلې ناروغې لور د درملنې په موخه له لوبډلې کښیناست.

د یادونې وړ ده، چې براډ هیډن نیږدې ۱۴ کاله داسټرالیا لپاره نړیوال کرکټ پیل کړ، چې د نړیوال کرکټ د پیل نیږدی ۷ کاله وروسته ورته ۳۰ کلنۍ کې په ۲۰۰۸ م ز کال کې د هندوستان خلاف د لومړي ځل له پاره په ټیسټ کرکټ کې د لوبېدو چانس ورکړل شو.

نوموړي ته د پخواني مشهوره لوبغاړي ایډم ګلګرسټ ترګوښه کېدو پورې په ټیسټ کرکټ کې دلوبیدو چانس نه شو.

۳۷ کلن براډ هیډن داسټرالیا لپاره ۶۶ ټیسټ ، ۱۲۴ یو ورځنۍ او ۳۴ شل اوریزه لوبې ترسره کړې، چې ټولټال یې په ټول نړېوال کرکټ کې نږدې ۷ زره منډې جوړې کړې دي.

براډ هیډن رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې په ویاړ یې داسټرالیا له پاره کرکټ وکړ او په خوښۍ له نړېوال کرکټ سره مخه ښه کوي.

نوموړي ویلي دي، چې د اسټرالیا په کورنیو کرکټ سیالیو کې به د نیوساوت والز لوبډلې په ګټه او د اسټرالیا په سوداګریزو ۲۰اوریزه لوبو کې به د سیډني سیکسرز لوبډلې په ګټه خپلو لوبو ته دوام ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام