ټاکل شوېده نبي عیسیخېل او راشد خان ارمان افغان کرکټ په تاریخ کی د لومړي ځل لهپاره د هندوستان په لسم پړاو سترو سوداګریزو (اي پي ایل) سیالیو کې ولوبېږي.
نبي عیسیخېل او راشد خان ارمان ته د هندوستان په لسم پړاو (اي پي ایل) سیالیو کې د دفاعي اتلې «سنرایزرز» لوبډلې لهخوا د لوبېدو چانس ورکړل شویدی.
دواړه لوبغاړي اوسمهال هندوستان ته رسېدلي دي، له سنرایزرز لوبډلې سره یوځای شويدي او له مشهورو لوبغاړیو سره یې تمرینات هم کړيدي.
د هندوستان لسم پړاو (ای پي ایل) شل اوریزه کرکټ سیالۍ سبا په هندوستان کې پیل شي، چې ۸ لوبډلې به په کې برخه ولري.
د سږ کال په سیالیو کی به سنرایزرز لوبډله له خپلې تېرې اتلولۍ څخه دفاع کوي، چې تېر کال یې بنګلور لوبډلې ته په ماتې ورکولو ترلاسه کړې وه.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، سیالۍ به په هر ښار کې په ځانګړیو مراسمو سره پیل شي، چې په لومړۍ ورځ به سبا ماښام ۷ بجې دفاعي اتله سنرایزرز لوبډله د بنګلور لوبډلې کوربه ده.
.jpg)
که څه هم تراوسه معلومه نهده چې نبي عیسیخېل، راشد ارمان او یا هم دواړه به په سبانۍ سیالۍ کې ولوبول شي؛ خو ډېر اټکل کېږي، چې راشد به د لومړۍ سیالۍ لهپاره د ۱۱ کسیزې لوبډلی غړی وي.
د سږنۍ اتلولۍ لهپاره د ویرات کوهلي په کپتانۍ کې بنګلور لوبډله پیاوړې هغه شمېرل کېږي، چې تر اوسه یې اتلولي نهده ګټلې.
په سبانۍ سیالۍ کې دوه اسټرالوي لوبغاړي ډیویډ وارنر او شین واټسن هم یو بل سره مخامخ دي، چې اسټرالوي واټس به د ویرات کوهلي د ټپي کېدو له کبله د رویل چیلینجرز بنګلور لوبډلې په ګټه د کپټانۍ دنده ولري.
که څه هم افغان راشد ارمان په (ای پي ایل) کې د لومړۍ وېکټ اخیستلو لهپاره د سویلي افریقایي ای بي ډيویلییرز سوځول هدف ګرځولی؛ خو نوموړی به د ټپي کېدو له کبله په سبانۍ سیالۍ کی ونه لوبېږي.
که نبي عیسیخېل او راشد ارمان په سږني لسم پړاو (ای پي ایل) سیالیو کې ښه وځلېږي؛ ښایي د سږ کال سیالۍ یې له سنرایزرز لوبډلی سره وروستۍ سیالۍ هم وي.
ټاکل شوېده، راتلونکی کال د لسو نورو کلونو لهپاره ټولې لوبډلې له سره خپلو لوبډلو ته له سره لوبغاړي واخلي، چی نبي عیسیخېل او راشد ارمان د نورو لوبډلو له خوا هم جذبېدلی شي.





