.jpg)
د افغانستان ۴ کسیزه باسکېټبال ملي لوبډله په سویلي اسیا باسکېټبال سیالیو کې د ګډون لهپاره نن سهار له کابله د سریلانکا پلازمېنې کولمبو ته روانه شوه.
د افغانستان د بدني روزنې ریاست د معلوماتو لهمخې، د سویلي اسیا باسکېټبال سیالۍ به د روانې اګست په ۵مه نېټه پیل او د ۳ ورځو لهپاره په سریلانکا کې وشي.
د دې ریاست د خبرپاڼې په حواله، د افغان ۴ کسیزی باسکېټبال ملي لوبډلې ترڅنګ به په دې سیالیو کې د هندوستان، سریلانکا، نیپال، بوتان، مالدیف، بنګلهدېش او پاکستان لوبډلې هم برخه ولري.
.jpg)
د افغانستان په غوره شوې ۴ کسیزې لوبډلې کې سیدشاه حدودي، سعید امیري، وهاب او میلاد ابراهیمي شامل دي چې د عبیدالله ارغندیوال په روزنه به سیالۍ وکړي.
دغه راز له افغان باسکېټبال ملي لوبډلې سره بیا پهدې سفر کې عبدالصبور عزیزي او عبدالله مینهپال بیا د سفر د مسوولانو په توګه تللي دي.





