ثانیې مرزا بیا په ټینس لوبو کې لومړی مقام وګټلو

د ټینس نړیوال فدراسیون له خوا د روان کال وروستۍ ښځینه ټینس سیالۍ په سنګاپور کی پای ته ورسېدې، چې هندۍ ثانیې مرزا ته په کې له ماتې ترڅنګ ښه خبر ورکړل شو.

د روانو سیالیو په دوام په (فاینل) لوبه کې د ماتیک او سینډز له ماتو وروسته ثانیې مرزا سر په سر د درېیم کال له پاره د جوړه ښځینه لوبغاړیو په کتار کې لومړی مقام ترلاسه کړ.

د پاکستاني د کرکټ ملي لوبډلې د پخواني کپتان او اوسني لوبغاړي شعیب ملک مېرمن هندۍ ثانیه مرزا له خپلې ملګرې مارټینا هینګز په جوړه‌یي (سیمي فاینل) لوبه کې ماتې خوړلې وه او په سیالیو کې له مخکې تګه بې برخې شوې وه.

د جوړه‌يي ښځینه لوبغاړیو په فاینل لوبه کې امریکایۍ ایلانا ویسنینا او د چېک هېواد مکرووا خپلو سیالانو او دفاعي ااتلانو میټیک او سفرووا ته ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې ترلاسه کړ.

د سنګاپور په کوربتوب د ښځینه ټینس سیالیو په وروستي ټورنمېنټ کې بیا د سلواکیایي هېواد لوبغاړی ډومنیکا الماني کیربر ته سر په سر په ۲ سیټونو کې ۶ د ۳ او ۷ د ۵ امتیازونو پر وړاندې ماتې ورکړه.

په دې بریا سره ډومنیکا سیبلکووا د روان کال ښځینه ټینس وروستي ټورنمېنټ اتله شوه، چې د روان ۲۰۱۶ م کال کی یې د ښځینه ټینس ۴مه او و ټولټال د ټینس تاریخ ۸مه اتلولي هم وګټله.

دا د ښځینه ټینس سیالیو په تاریخ کې د ډومنیکا تر ټولو ستره اتلولي وشمېرل شوه، چې د ګټلو له پاره یې د اسټرالیا د ګرانډ سلام سیالیو اتله المانۍ کیربر له مخې پورته کړه.

المانۍ کیربر نه یوازې د دی سیالیو دفاعي اتله وه، بلکې ترڅنګ یې اوسمهال د ښځینه ټینس سیالیو لومړی مقام هم له ځان سره لرلو.

په ښځینه ټینس کې لومړی مقام لرونکې المانۍ کیربر ته په سترې او تاریخي ماتې ورکولو سره ډومنیکا د ښځینه لوبغاړیو په کتار کې ۵م مقام ته ورسېدله.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام