
د فوټبال نړیوالې شورا له خوا په اعلان شوې نوې درجه بندۍ کې افغان فوټبال ملي لوبډله له ۶ هیوادونو څخه وړاندې شوې ده او ۱۵۰ م مقام ته رسیدلې ده.
فوټبال نړیوالې شورا (فیفا) د غړو هیوادونو نړیواله درجه بندي په فرانسه کې د اروپا ۱۵ م پړاو فوټبال جام سیالیو پای ته رسیدو وروسته نن اعلان کړه.
افغان فوټبال ملي لوبډلې روانه میاشت له نړیوالې شورا سره ۱۹ اضافه امتیازونه ترسره کړي دي، چې له ۱۸۴ څخه ۲۰۳ ته لوړ شوي دي.

د فوټبال نړیوالې شورا (فیفا) له خوا په نوې درجه بندۍ کې افغان فوټبال ملي لوبډله بغیر له کومې لوبې له ۱۵۶ م مقام څخه ۱۵۰ مقام ته اوچته شوې ده.
د فوټبال په نړیواله درجه بندۍ کې افغان فوټبال ملي لوبډلې ته د مخکې تګ زیری داسې مهال اعلانیږي، چې ټاکل شوې ده افغان فوټبال ملي لوبډله په راتلونکو څوو میاشتو کې ۲ نړیوالې دوستانه سیالۍ ترسره کړي.
ټاکل شوې ده افغان فوټبال ملي لوبډله به د راتلونکې سپټمبر میاشتې په ۵ مه نیټه له لبنان سره په پلازمینه (بیروت) کې او د اکتوبر په ۱۱ مه نیټه له مالیزیا سره په پلازمینه (کولالمپور) ښار فوټبال نړیوال لوبغالي کې د لوبې ډګر ته ووځي.

د ۲۰۱۶ م ز کال اروپا فوټبال جام اتله پرتګال بیا په وروستیو بهترینه لوبو سره په نړیواله درجه بندۍ کې له ۸ م مقام څخه ۶ م مقام ته رسیدلی دی، خو ارجنټاین بیا لومړی مقام له ځان سره ساتلی دی.
دغه راز په خپل کوربتوب د ۱۵ م پړاو اروپا فوټبال جام سیالیو (فاینل) ته رسیدونکي فرانسوۍ لوبډلې بیا ۱۰ هیوادونو شاته کړي او ۷ م مقام کې ته رسیدلې.
ایسلینډۍ لوبډله ،چې په ۲۰۱۲ م ز کال کې د نړۍ ۱۳۱ م مقام کې وه، په اروپا فوټبال جام سیالیو کې د ښه ځلیدو وروسته د فوټبال نړیوالې شورا په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې د خپل فوټبال تاریخ تر ټولو بهترینه او اوچت ۲۲ م مقام ته رسیدلې ده.





