.jpg)
د سنوکر نړۍوال فدراسیون لهخوا د دې ورزش نړۍوالې سیالۍ د میانمار هېواد په کوربتوب وشوې چې افغان لوبغاړیو پهکې هم برخه اخېستې وه.
د افغانستان د بدني روزنې ریاست د معلوماتو لهمخې، افغان لوبغاړي صالحمحمد محمدي د سنوکر پهدې سیالیو کې د دفاعي اتل لوبغاړي پر وړاندې ماتې وخوړه او نایب قهرماني او د د سپینو زرومډال یی ترلاسه کړ.
فدراسیون وايي، د نړۍوال سنوکر ماسټرجام د اتلولۍ د ګټلو لهپاره د افغان لوبغاړي صالحمحمد مقابله د ویلز هېواد لوبغاړي ډیرن مورګن سره وه چې ۶ د ۰ امتیاز پر وړاندې پهکې له ماتې سره مخ شو.
د ویلز هېواد لوبغاړي ډیرن مورګن ـ چې د سنوکر لوبې په نابغه هم مشهور دی ـ افغان لوبغاړي صالحمحمد محمدي ته په ماتې ورکولو سره لومړی مقام او د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.
د افغانستان د سنوکر فدراسیون د مشر محبوب دارابي په وینا، صالحمحمد محمدي اسټرالوي، اتریشي، هندي، منګولیایی، قطري، تایلینډي، جاپاني او د کوربه میانمار هېواد لوبغاړیو ته په ماتو ورکولو سره يایلوبې ته رسېدلی و.
.jpg)
د میانمار په کوربتوب د سنوکر پهدې نړۍوالو سیالیو کې د افغانستان بل تکړه سنوکر لوبغاړي ریسخان سینزي هم برخه اخېستې وه چې نوموړي هم په ۴ لوبو کې ۲ هغه وګټلې؛ خو د مډال په ګټلو بریالی نهشو.
ریس خان سینزي په لومړۍ لوبه کې د سویلي افریقا او بیا د کوربه هېواد میانمار لوبغاړي ته ماتې ورکړې؛ خو په ورپسې لوبو کې یې د مالیزیایي او روسي سیالانو پر وړاندې ماتې وخوړې او له مخکې تګه پاتې شو؛ خو د درېیم افغان لوبغاړي زمري اساس د سیالیو او لاستهراوړنو په اړه بیا څه نهدي ویل شوي.
د سنوکر په پیل شویو سیالیو کې د ۳ افغان لوبغاړیو په شمول د نړۍ د ۳۲ هېوادونو څخه نږدی ۱۵۰ لوبغاړیو د ۲ اوونیو لهپاره د میانمار هېواد په کوربتوب سیالۍ وکړې.





