.jpg)
د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر جلال الدین شریعتیار په خپلې رسمي فېسبوک پاڼې اسلام الدین امیري او د وخت روزونکی یوسف کارګر د لوبډلو او لوبو په پلورلو تورن کړي دي.
نوموړي په پښتو، دري او انګلیسي ژبو سره د یو پیغام په خپرولو سره ویلي، په افغان فوټبال ملي لوبډله کی په شته ستونزو ډېر وخت غلی پاتې شو؛ خو نور يې زغم ختم شو.
جلال الدین شریعتیار پخوا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لوبډلمشر و.
د پخواني لوبډلمشر شریعتیار پر وینا، ده د امیري او کارګر وېروونکې کړنې په خپلو سترګو لیدلي او لاهم لګیا دي، چې د افغانستان فوټبال له منځه یوسي.
جلال الدین شریعتیار تور لګولی، چې امیري د روزونکي په واسطه د مالیزیا په کوربتوب د (مردکه ټورنمېنټ) په سیالیو کې له نیپال، سري الیون او مالیزیا پر خلاف د سیالیو د بایللو له پاره پیسې اخیستی وې.
د نوموړي پر وینا، د دې کار له پاره هر افغان لوبغاړي ته دوه ـ دوه زره امریکایي ډالر ورکړل شوي وو؛ خو منصورفقیریار، مصطفی حدید، عطا یمرلي، ایمل ګریوال او نوموړي په خپله دا وړاندیز نه یوازې رد کړ، بلکې دا یې له افغانستان سره جفا وبلله.
پخواني لوبډلمشر زیاته کړی، د وړاندیز له ردولو وروسته یې په ټورنمېنټ کې د نه ګډون پرېکړه وکړه او د ۲ کلونو له پاره د افغانستان د فوټبال له لوبډلې لرې و.
د نوموړي په خبره، د پیسو له اخیستلو وروسته افغانستان د نیپال پر خلاف سیالي په یوه ـ یوه ګول برابره کړه؛ خو د سري الیون پر خلاف سیالۍ یې ۶ د ۱ ګول پر وړاندې او د مالیزیا پر خلاف سیالي یې ۶ د ۰ ګول پر وړاندې په قصدي توګه وبایلله.
جلال الدین شریعتیار همدارنګه وایي، د سیالیو پر مهال همایون کارګر له لاسي ټیلیفون څخه کار اخیست او د (مېچ فېکسر) څخه به یې لارښوونې اخیستې او په خپلو لوبغاړیو به یې په لوبغالي کې عملي کولې.
شریعتیار وړاندې وايي، یو شمېر لوبغاړیو ورته د پیسو اخیستلو بهانه خپل ضعیف اقتصاد په ګوته کړ، چې هېڅکله هم هېواد سره په خیانت کولو او غداري کولو کی د منلو وړ نه ده.
.jpg)
نوموړي د خپلو تورونو د ثبوت په موخه د فوټبال نړۍ د مشور (مېچ فېکسر) سنګاپوري ویلسن راج پرمویل یادونه کړې ده، چې دوه ځلې یې په هندوستان او مالیزیا کې د افغان لوبډلمشر اسلام الدین امیري په کوټه کې لیدلي دي.
راج پرمویل په نړیواله کچه د فوټبال لوبې مشهور (مېچ فېکسر) دی، چې څو کاله بند یې هم تېر کړی دی.
په همدی حال کی اسلام الدین امیري په یوه ویډیو پیغام کې د ملي لوبډلې د پخواني لوبډلمشر جلال الدین شریعتیار تورونه حیرانوونکي ګڼلي او دا یې د نوموړي او افغانستان فوټبال پر خلاف یوه دسیسه بللې ده.
د پخواني لوبډلمشر اسلام الدین امیري پر وینا، شریعتیار چې د کوم وخت دروغجه کیسه کړې؛ هغه مهال دی ۱۶ کلن و. د ده په نظر، دا کسان د علي عسکر لعلي چې د یوسف کرګر مرستیال روزونکی و؛ لاسپوڅي کوي، چې د فوټبال بربادۍ پسې یې راخیستې.
اسلام الدین امیري زیاته کړه، جلال الدین شریعتیار باید د خپلو تورونو سپیناوی وکړي او که داسې ونه کړي؛ نو په اړه به یې د فوټبال اسیایي او نړیوالې شورا ته شکایت وکړي.
په همدی حال کی د فوټبال ملي لوبډلې پخواني روزونکي یوسف کارګر هم د هرات ولایت (عصر) ټلوېزيون سره په مرکه کې پر ده لګیدلي تورونه رد کړل. ده شریعتیار د بل د لاس اله وګڼله او یوازې فېسبوکي تبلیغات یې بللي.
خو علي عسکر لعلي بیا وایي، شریعتیار ریښتونی او دپاک زړه خاوند دی او د اوس له پاره نه غواړي، چې په دې موضوع کې ځان ښکېل کړي.





