ولسمشر: د ۳ وزارتونو د بودیجې یوه برخه به لوبو ته ځانګړې کړو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د لوبغاړو سره په لیدنه کې  ویلي دي، چې په راتلونکي کال کې به د لوړو زده کړو، پوهنې او امنیتي وزارتونو د بېلې شوې بودیجې یوه برخه لوبو ته ځانګړې کړي.

له ارګ نه په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي دي، چې ولسمشر غني د فوټبال فدراسیون، د فوټبال ملي لوبډلې او روزونکي ډلې ته په اسیایي فوټبال جام ټاکنیزپړاو سیالیو کې د ښوو لوبو او بریاو مبارکي ورکړه.

په دې کتنه کې ولسمشر غني ژمنه وکړه، چې د ټولو لوبو او په ځانګړي ډول د فوټبال لوبې له پاره به د دې امکانات برابر کړي، چې د هېواد ګوډ، ګوډ ته ورسیږي.

غني هیله وښوده، چې د هېواد په ښوونځیو او پوهتونونو کې به د لوبو له پاره اړین امکانات برابر شي او په څنګ کې یې باید په هره قول اردو او لوا کې د لوبو له پاره بنسټیز کارونه وشي.

ولسمشر له ملي لوبډلې سره په لیدنه کې د ورزش له ملاتړو بنسټونو مننه وکړه او زیاته کې کړه، چې د هېواد د ورزش د مالي ملاتړ او لا زیاتو ورزشي اسانتیاو د برابرولو له پاره به له دولتي او نړیوالو سرچینو استفاده وکړي.

افغان ولسمشر غني د فوټبال فدراسیون او ملي لوبډلې ترڅنګ د الماني روزونکي پیټرسرګیټ له هڅو هم مننه وکړه.

ولسمشر وویل، د تاسې هره بریا له افغانانو غم او اندېښنې هېروي، «تاسې یۍ! چې په خولو مسکا راولۍ او ستاسې د بریا له پاره د هېواد هر وګړی لاس په دعا دي».

غني وویل، په داسې یو هېواد کې چې د اعتیاد، وزګارتیا او افراطي نظریاتو میراث یې اخیستی وي، تاسو د دې هېواد د ځوانانو له پاره یو ښه بېلګه یې.

افغانستان فوټبال ملي لوبډلې په خپلو وروستیو نړیوالو سیالیو کې ښې لوبې وکړې، چې سنګاپور ته په ماتې ورکولو د اسیا سترو فوټبال جام سیالیو ته دلارې موندې په موخه په خپل تاریخ کې د لومړي ځل له پاره په دریم پړاو ټاکنیزو سیالیو کې دلوبېدو چانس هم ترلاسه کړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام