.jpg)
د اروپا فوټبال کلپونو اتلولۍ لیګسیالیو کې بېګا شپه د راتګ پړاو ۲ لوبې وشوې، چې ریال ماډریډ او الماني کلب بایرن مونیخ لوبډلې په کې بریا خپله کړه.
ریال ماډریډ لوبډلې بېګا شپه ۳ د ۱ ګول پر وړاندې ناپولي لوبډلې ته ماته ورکړه او په دې سره یې ۶ د ۲ ګولونو پر وړاندې په ټولیز مخکيوالي سره کوارټرفاینل ته لاره پیدا کړه.
د ریال ماډریډ لوبډلې د ناپولي لوبډلې پر خلاف بېګانۍ لوبه کې کپټان سرجي راموس، میرټنس او موراټا ګولونه ووهل.
دغه راز الماني بایرن مونیخ فوټبال کلب بیا ایټالیوي ناپولي فوټبال کلب ته ۳ د ۱ ګول پر وړاندې ماته ورکړه او د دغه جام ۸ غوره لوبډلو پړاو کې یې د لوبېدو چانس ترلاسه کړ.
د دغو لوبډلو ترمنځ د تګ پړاو لومړیو لوبو کې بایرن مونیخ ۵ د صفر ګول په مقابل کې او ریال ماډریډ بیا ۳ د ۱ ګول پر وړاندې بریا خپله کړې وه.
.jpg)
ټاکل شوې ده، د دی سیالیو په دوام نن شپه د پري کوارټرفاینل ۴ نورې پیاوړې لوبډلې یو د بل په وړاندې ډګر ته راووځي. دا لوبې به د افغانستان پر وخت د شپې ۱۲ بجې او ۱۵ دقیقې پيل شي.
د نن شپې په سیالیو کې بارسلونا له فرانسوي فوټبال کلپ پي ایس جي لوبډلې سره او په دویمه لوبه کې بیا الماني فوټبال کلپ بورسیا ډورټمنډ له ایټالیوي کلب بنیفیکا لوبډلې سره سیالۍ کوي.
د دغو لوبډلو ترمنځ د روان جام تګ پړاو لومړۍ لوبو کې پي ایس جي لوبډلې ۴ د صفر ګول په مقابل کې بارسلونا لوبډلې ته ماتې ورکړې او بنیفیکا بیا ۱ د صفر ګول پر وړاندې بریا خپله کړې وه.
که بارسلونا غواړي، چی بېګا ته د اروپا فوټبال کلبونو د اتلولۍ لیګسیالیو کې خپل سفر جاري وساتي او مخکې تګ ته لاره هواره کړي؛ نو باید نن خپله سیاله لوبډله کم ترکمه ۵ د صفر ګول پر وړاندې له ماتې سره مخ کړي.
د اروپا فوټبال کلبونو اتلولۍ لیګسیالیو کې د اروپا وچې ۳۲ بهترینه فوټبال کلبونه لوبېږي چې ټاکل شوې ده، د روان کال د جون پر ۳مه نېټه یوه لوبډله د اتلې لوبډلې په توګه اعلان او د اتلولۍ لیګسیالۍ پای ته ورسېږي.





