راشدخان د کرکټ کم‌عمره لومړی مقام توپ‌اچوونکی شو

د زمبابوی پر خلاف د اتلولیو ګټلو وروسته د افغانستان کرکټ، راشدخان ارمان او مینه‌والو له‌پاره تاریخي زېری ورکړل شو.

د کرکټ نړیوالې شورا له‌خوا په نوې اعلان شوې درجه‌بندۍ کې راشدخان د ۵۰ اوریزو لوبو د توپ‌اچوونکیو په ډله کې لومړی مقام ترلاسه کړی‌دی.

د نړیوالې شورا د خبرپاڼې له‌مخې، راشدخان د دې شورا په تاریخ کې لومړی کم‌عمره توپ‌اچوونکی دی چې دغه مقام ترلاسه کوي.

دغه راز په ګوګلي ماسټر مشهور راشدخان د افغانستان کرکټ په تاریخ کی لومړی توپ‌اچوونکی شو چې د نړۍ د توپ‌اچوونکیو تاج په سروي.

راشدخان د زمبابوی پر خلاف په ۵ پنځوس اوریزو لوبو کې ۱۶ وېکټې واخیستې او دغه مقام کې له هندي ټوپ‌اچوونکی «جسپریت بومرا» سره برابر شو.

د یادونې ده، راشدخان چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له‌پاره د لوبېدو ترڅنګ د نړۍ په بېلابېلو سترو لیګونو کې لوبېدلی؛ راتلونکې میاشت له بومرا څخه د دغه مقام د نیولو چانس لري.

ټاکل شوې‌ده، راشدخان به د افغانستان په ګټه د زمبابوی په کوربتوب د مارچ په ۴مه نېټه پیلېدونکي غوراوي پړاو سیالیو کې ولوبېږي چې دغه لومړی مقام ښه پوخ کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام