کرېکټ‌بورډ ورسره توپیري چلن کوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي نورعلي ځدران، شاپور ځدران او روښان بارکزی وايي، د کرېکټ بورډ اداره ورسره توپیري چلن کوي.

دوی پر خپلو فېسبوک‌پاڼو لیکلي، سره له دې چې د لوبو کولو ښه پس‌منځر لري او هېڅ ډول روغتیايي ستونزه هم نه‌لري، خو د کرېکټ‌بورډ اداره ورته چانس نه‌ورکوي.

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې اوپنر بېټسمین نورعلي ځدران پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د کرېکټ‌بورډ ادارې پروړاندې یې د غږ اوچتولو پرېکړه تر هغې وروسته وکړه چې د افغانستان په لومړي پړاو پرېمېیرلیګ کې هم وانه‌خیستل شو.

په همدې حال کې څڼور تېزبالر شاپور ځدران هم پر فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د کرېکټ بورډ بې‌انصافیو او توپیري چلن یې زړه ډک کړی او پرېکړه یې کړې چې یادې ادارې کې د روانو بې‌عدالتیو پروړاندې به چوپ پاتې نه‌شي.

بلخوا د کرېکټ ملي لوبډلې چپ لاسي سپېنر بالر روښان بارکزي هم پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې په لوبو کې له ښه ځلېدو سره سره له تېرو درېوو کلونو راهیسې، له پامه غورځول شوی.

د نوموړي په وینا، د کرېکټ‌بورډ یا نورو لوړو پوړیو دولتي چارواکیو سره تار نه‌لري او همدا لامل دی چې حق یې خوړل کېږي.

خو د افغانستان کرېکټ‌بورډ ویاند فرید هوتک سلام‌وطندار ته وویل چې دوی تر ټپي وفادار مومند او دولت ځدران پرته، د شاپور او نورعلي ځدران نومونه هم د «APLT20» په ډرافټ کې لیکلي وو، خو د لوبډلو مسوولانو چانس ورکړی نه‌دی او کرېکټ‌بورډ په‌کې هېڅ رول نه‌درلود.

د هوتک په وینا، کرېکټ‌بورډ خواشینی دی چې ولې هېڅ لوبډلې شاپور ځدران او نورعلي ځدران د افغانستان کرېکټ په لومړي پړاو پرېمېیرلیګ کې جذب نه‌کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرېکټ لومړي پړاو پرېمېیرلیګ سیالیو له‌پاره د لوبغاړو د جذب لړۍ د تېرې دوشنبې ورځ په دوبۍ کې پای‌ته ورسېده چې یوشمېر تکړه افغان لوبغاړي په‌کې وانه‌خیستل شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام