د کرلینګ ورزشي لوبې فدراسیون پرانیستل شو

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې له خوا د فدراسیونونو په ډله کې یو بل د کرلینګ په نوم ورزشي فدراسیون وراضافه شو.

د کرلینګ فدراسیون مشر او د همدې لوبې بنسټ ایښودونکي منور شهزاد پرانیست غونډې ته وویل، کرلینګ په افغانستان کې نوې لوبه ده او تمه لري د کرکټ، فوټبال، تکواندو او فري فایټ په څېر افغانستان کې ژر پرمختګ وکړي.

د المپیک ملي کمېټې مشر ظاهر اغبر د المپیک په چوکاټ کې له کرلینګ فدراسیون څخه ملاتړ اعلان کړ او په خپله یې په دې سیالیو کې د لوبېدو هیله وښودله.

په همدې حال کې د دې فدراسیون مرستیال سمیع الله پام سلام وطندار ته وویل، کرلینګ لوبه د دوو یا درېیو لوبغاړو لوبه ده، چې د یخ او یا د فرش په وسیله ترسره کېږي.

د نوموړي پروینا، دوی اوسمهال په کابل کې ۴ لوبډلې لري چې دوه یې د ښځینه، یوه یې د رسنیو او بله یې هم د نارینه‌وو لوبډله ده.

پام زیاته کړه، د کرلینګ لوبې له‌پاره مناسب میدان نه لري.

دی وايي، د کرلینګ لوبې پرمختګ له‌پاره مالي ملاتړ لري، چې له مخې به یې نه یوازې په کابل بلکې نورو ولایتونو کې هم د پرمختګ له‌پاره کار وکړي.

سمیع الله پام وویل، د کرلینګ لوبه د ژمني المپيک غړیتوب هم لري او دوی به هڅه وکړي دغو سیالیو کې په لوبېدو افغانستان ته د تاریخ لومړی د ژمني المپیک لوبو مډال وګټي.

نوموړي وویل، د ناروې هېواد په کوربتوب د کرلینګ په سیالیو کې یې د افغان لوبغاړو د ګډون بلنلیک ترلاسه کړی او خپل ۲ تکړه لوبغاړي به ډېر ژر ناروې هېواد ته ورلیږي.

د کرلینګ لوبه د لومړي ځل له‌پاره ۴ پېړۍ مخکې په سکاټلینډ هېواد کې ترسره شوه؛ خو په ۱۹۶۶ کال کې ورته په سکاټلینډ کې فدراسیون جوړ کړ، چې دا مهال  له سکاټلینډ هېواده رهبري کېږي.

د کرلینګ لوبه د یخ شطرنج په نوم هم پېژندل کېږي، چې په نړیواله کچه د افغانستان په ګډون ۶۵ هېوادونه د کرلینګ نړیوال فدراسیون غړیتوب لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام