.jpg)
د کرکټ ملي لوبډلې مشهور ال راونډر میرویس اشرف به د ایرلینډ خلاف راتلونکې میاشت کېدونکو کرکټ سیالیو کې هم ونه لوبیږي.
کرکټ بورډ وایي، میرویس اشرف ته د هندي ډاکټرانو له خوا تر راتلونکو دوو نورو میاشتو د استراحت او له سخت تمرین نه کولو سلا ورکړل شوې ده.
له دې ښکاري، نړیوال کرکټ ته د میرویس اشرف راستنېدل نور هم اوږد شو، چی د ایرلینډ خلاف د مارچ په ۸ نېټه پیلېدونکو کرکټ سیالیو کې به ونه لوبیږي.
ټاکل شوې د کرکټ ملي لوبډله د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۶ نېټه ۵ نړیوالې پنځوس اوریزه لوبې وکړي، چی میرویس اشرف ورته نه دی غوره شوی.
د کرکټ ملي لوبډله به راتلونکې میاشت په خپل کوربتوب هندوستان کې د ۳ نړیوالو ۲۰ اوریزه ، ۵ پنځوس اوریزه او ۱ فرسټ کلاس لویو وچو جام سیالۍ کې د ایرلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې کوربتوب وکړي، چې د افغانستان له پاره په "انټرکانټینینټل" جام ۲۰۱۹ کال ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام ته د رسېدو له پاره په نړیواله درجه بندۍ او دغه راز په ۲۰ اوریزه درجه بندۍ کې مهمې لوبې شمېرل کېږي.
.jpg)
میرویس اشرف ۴ میاشتې مخکې په کابل کې د اپنډېکس عملیات ترسره کړل، چې بیا د ښې درملنی له پاره هندوستان ته ولېږل شو.
کرکټ بورډ زیاتوي، میرویس اشرف تېره اوونۍ له هندوستان څخه هېواد ته راستون شو او ټاکل شوې وه نړیوال کرکټ ته د چمتووالي په موخه خپل تمرینات ترسره کړي؛ خو ډاکټرانو ورته د راتلونکو ۲ نورو میاشتو پورې د دې کار اجازه ورنه کړه.
د کرکټ بورډ د رسنیو څانګې سره په خبرو کې میرویس اشرف ویلي، هندوستان کې ورته ډاکټرانو د ۲ نورو میاشتو ارام لارښوونه کړې ده او له هغې وروسته به د بشپړو تمریناتو او د لوبو له پاره میدان ته ووځي.
د یادونې ده، چې ۲۸ کلن میرویس اشرف د وروستي ځل له پاره تېر۲۰۱۶ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه په بنګله دېش کې له کوربه لوبډلې سره سیالۍ وکړه او تراوسه له کورني او نړیوال کرکټ څخه لری دی.
د نوموړي په نه شتون کې د کرکټ ملي لوبډلې د کپټان اصغرستانکزي ورور کریم جنت د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ګټه د لوبېدو چانس ترلاسه کړ، چې اوسمهال له ملي لوبډلې سره ملګری دی.





