د افغانستان او زمبابوي ترمنځ د نړیوالو سیاليو په لړ کې نن( یک شنبه) افغان لوبډله په دې وتوانېدله چې کوربه هېواد زمبابوی مات کړي.
ددې بریا په ترلاسه کولو سره افغان لوبډله د تاريخ په کتاب کې ثبت کړل، چې په لومړيو ازادو نړیوالو سیاليو کې د کرکټ فول ممبر لوبډله ماتوي.
لومړی توپ وهنې ته په خپله افغان کپتان اصغر ستانکزي ټټر وواهه او د زمبابوی کرکټ لوبډلې په خلاف یې لوبه پېل کړه.
د نورعلي ځدران او شهزاد محمدي ترمنځ د لوبې پېل ښه نه و، خو د افغان ال راونډر محمدنبي په راتګ سره د افغان لوبډلې منډې هم لوړې شوې او د نورعلي ځدران او محمد نبي ملګرتيا افغانستان ته د لوړ هدف ټاکلو لاره هواره کړه.
محمد نبي په لومړي ځل د یوې نړېوالې سیالۍ پر مهال د فول ممبر زمبابوی لوبډلې په خلاف خپله سلیزه ووهله.
د نبي سلیزې ددې سیالۍ په بریا کې افغان لوبډلې ته لوړه روحیا ورکړه.
نور علي ځدران هم و توانېد چې خپله نیمه سلیزه پوره کړي.
د توپ وهنې په برخه کې هم افغان توپ اچوونکو ښه لوبه وکړه او د زمبابوی لوبغاړي یې هدف رسېدو ته پرې نه ښودل.
د یادونې وړ ده چې افغان لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوزېدو ۲۷۱ منډې هدف وټاکه چې زمبابوی د ټولو لوبغاړو په سوزېدو سره ۲۱۳ منډې جوړې کړې او ماتې یې په نصیب شوه.
له لومړۍ ماتې وروسته افغان کپتان اصغر ستانکزي ویلي و چې بده ورځ په زمبابوی هم راتلی شي او لکه نن چې هم هغه بده ورځ وه او زمبابوی لوبډله ورسره مخ شوي وي.





