
د اسیا ځوانو ورزشي خبریالانو لهپاره د مسلکي ورزشي خبریالۍ درېیم پړاو برابر شوی روزنیز کورس د هانګ کانګ په کوربتوب پای ته ورسېد.
د افغانستان ورزشي خبریالانو د فدراسیون د معلوماتو له مخې، پهدې ۱۰ ورځني روزنیز کورس کې د افغانستان په استازیتوب د ۲ خبریالانو تر څنګ یوې درې کسیزې ډلې هم برخه اخیستې وه.
دا ورکشاپ چې هر کال په یو غړي هېواد کې جوړېږي؛ سږ کال د افغانستان په ګډون د مالیزیا، بنګلهدېش، چین، منګولیا، ټایوان او هانګ کانګ ورزشي خبریالانو په کې هم ګډون کړی و.
د افغانستان د ورزشي خبریالانو فدراسیون د معلوماتو پر بنسټ، د هانګ کانګ او چین په کوربتوب د مسلکي ورزشي خبریالانو په روزنیز کورس کې د افغانستان فعال ګډونوال وستایل شول.
د هانګ کانګ او چین په کوربتوب د مسلکي ورزشي خبریالۍ په روزنیز کورس کې له افغانستانه د دې فدراسیون د مرستیال خوشال تایب په ګډون فرهاد محمدي او حمید الله حمیدي تللي وو.
د ورزشي خبریالانو فدراسیون زیاتوي، افغان خبریالانو د اسیایي خبریالانو په ملتیا د خبریالۍ او سپورټي انځورګرۍ د زدهکړو او تمریناتو تر څنګ د هانګ کانګ ټلوېزیون له ماڼۍ لیدنه وکړه او هم یې دهانګ کانګ په انیسټیټوټ کی د لامبو وهنی،سایکل ځغلونی او ټینس برخو څخه لیدنې وکړې.
د افغانستان د ورزشي خبریالانو د فدراسیون مشر سایرځلاند سلام وطندار سره په خبرو کې په اسیایي ورکشاپ کې د ځوانو ورزشي خبریالانو ګډون وستایلو او زیاته یې کړه، چې د افغانستان ورزشي خبریالانو فدراسیون د دغه لړيو په ترڅ کې غواړي، چې د نورو هېوادونو سره هم اړيکې پراخه کړي او په روان کال کې به یو شمېر نورو هېوادونو ته هم خپل غړي خبريالان واستوي.
دا دویم ځل دی، چې د افغانستان ورزشي خبریالانو د فدراسیون د فعالېدلو وروسته د افغانستان ځوان ورزشي خبریالان د اسیا د ځوانو ورزشي خبریالانو په ورکشاپ کی ګډون کوي.





