د درېيم پړاو شپږیزې ټورنمنټ ” درې، نیمه پای لوبه کوونکي” لوبدلې په ډاګه شوې

د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د درېیم پړاو شپږیزې شل اوریزه کرکټ ټورنمنټ پرمهال، چې د څه ویره وه همغسې وشول.

که څه هم د روان ټورنمنټ یو شمیر لوبې د کمې رڼا له کبله پوره ۲۰ اوره ترسره نه شوې، خو نن په کابل کې د باران له کبله هیڅ لوبه ترسره نه شوه.

د نن ورځې لوبې د بوست لوبډلې پرته ۴ واړو لوبډلو امو، کابل، بند امیر او دفاعي اتلې مس عینک ته ډيرې مهمې وې، خو لاهم د د فاعي اتلې مس عینک او بند امیر برخلیک د سبا ورځې لوبې پورې تړلې دې.

د سپین غر وروسته په ډیر امتیازونو او ښوو لوبو سره کابل بازان او امو نهنګان لوبډلو د روانو سیالیو نیمه پای لوبو ته لاره پیدا کړه.

د شپږیزې ټورنمنټ د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، چې د نن ورځې پلان شوې دواړه سیالۍ د باران ښکار شوې او څلور واړو لوبډلو ته یو یو امتیاز ورکړل شو.

ټاکل شوی وه د نن ورځۍ په لومړۍ سیالۍ کې دفاعي اتلې مس عینک له امو لوبډلې سره او له غرمې وروسته بند امیر له کابل بازان لوبډلې سره لوبه ترسره کړي وای.

د یادونې وړ ده، چې تراوسه یواځې سپین غر لوبډلې د روان درېیم پړاو شپږیزې ټورنامنټ دوهم پړاو (سیمي فاینل) ته لاره پیدا کړې ده.

د نن ورځې لوبو لغوه کیدلو په پایله کې امو زون لوبډله په ۵ امتیازونو سره دویم مقام ته ورسېده، چې ورپسې په ۵ امتیازونو سره کابل بازان لوبډله درېیم او بند امیر لوبډله بیا په همدومره امتیازاتو سره په څلورم مقام کې اعلان شوه.

دغه راز دفاعي اتله مس عینک په ۳ امتیازونو سره درېیم، خو بوست بیا په یواځینۍ بریا سره په ۲ امتیازونوسره وروستی مقام لري.

هېره دې نه وي، چې سبا د روان جام وروستۍ او یواځینۍ لیګ لوبه ترسره کیږي، چې په کې به دفاعي اتله مس عینک "سیمي فاینل" ته د رسیدو له پاره له وروستي مقام لرونکې "بوست" لوبډلې خلاف وروستۍ چانس و ازمایي.

ټاکل شوې ده، چې مس عینک به سبا د بوست خلاف په ستره بریا سره "سیمي فاینل" ته لاره پیدا کړي، خو بیا هم د مس عینک په ماتې او یا هم معمولي بریا سره بند امیر د نیمه پای لوبو وروستې مقام خپلولی شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام