.jpg)
د سویلي کوریا په کوربتوب ۲۳ پړاو ژمنۍ المپیکي سیالۍ سبا د سلګونو لوبغاړو په شتون کې په «پیونګ چانګ» ښار کې پیلیږي.
د ورکړل شویو معلوماتو لهمخې، د سږکال په ژمنیو المپیکي سیالیو کې به له ۹۲ هېوادونو ۲ زره او ۹۵۲ لوبغاړي په ۱۵ بېلابېلو ورزشي رشتو کې لوبې ترسره کړي.
د افغانستان المپیک ملي کمېټې د معلوماتو لهمخې، د افغانستان د سکي فدراسیون ۲ لوبغاړو سید علي شاه فرهنګ او سجاد حسیني ته چې په دې سیالیو کې د افتخاري لوبېدو لومړنۍ ژمنه شوې وه اوس په دې سیالیو کې ګډون نه لري.
ویل کېږي دغه سیالۍ به یو ځل بیا د سکي، یخ په سر هاکي او کرلینګ لوبې ته د مینهوالو پام په نړیواله کچه راواړوي او د دې لوبو په پرمختګ کې به رول ولوبوي.
.jpg)
د سږکال ژمنیو المپیکي سیالیو ټول پام به د دواړو شمالي او سویلي کوریا ګډې ښځینه هاکي لوبډلې ته وي چې ټاکل شوې ده د یخ په سر هاکي سیالۍ کې د راتلونکې شنبې په ورځ له سویس هېواد سره سیالۍ وکړي.
دواړه کوریاګانې له ۱۹۵۰ کال جنګ وروسته ترینګلې اړیکي لري خو د سږکال په ژمنیو المپیکي سیالیو کې یې د ګډ لوبېدو پرېکړه کړې ده.
په پیلیدونکیو ژمنیو المپیکي سیالیو کې به د لومړي ځل لهپاره د جمیکا هېواد ښځینه لوبغاړې او دغه راز د نایجیریا هېواد څخه ۳ لوبغاړې په ژمنیو المپیکي سیالیو کې ګډون وکړي.
د ۲۰۱۶ کال اوړي المپیکي سیالیو څخه یوازېنی لوبغاړی د ټونګا هېواد څخه پيتا دی چې خپل ورزش یې بدل کړی او د سږکال په ژمنیو المپیکي سیالیو کې به د خپل هېواد په استازیتوب د یوازېني لوبغاړي په توګه په صحرایي سکي سیالیو کې برخه واخلي.
.jpg)
ژمنۍ المپیکي سیالۍ هر څلور کاله وروسته په یو غړي هېواد کې ترسره کېږي چې ورته داځل د سویلي کوریا ترڅنګ المان او فرانسه هېوادونه هم نوماند وو خو سویلي کوریا د ۶۳ رایو په ګټلو د سیالیو د کوربتوب حق ترلاسه کړ.
بل خوا ایران او شمالي کوریا خپل لوبغاړي منع کړي چې د ملګرو ملتونو لهخوا په دواړو هېوادونو د بندیزونو په غبرګون کې د جایزو په توګه مبایلونه وانهخلي.
ویل کېږي چې سمسنګ مبایل شرکت د ژمنیو المپیکي سیالیو مسوولینو ته ۴ زره ځیرک مبایلونه ډالۍ کړي چې د هر مبایل قیمت ۹ سوه ډالر ښودل شوی دی ترڅو یې د هېوادونو په مسوولینو او لوبغاړو ووېشي.
د ۲۰۱۴ کال ۲۲ پړاو ژمنۍ المپیکي سیالۍ د روسیې په سوچي ښار کې ترسره شوې چې په کې کوربه روسیې لومړی، ناروی دویم او کاناډا دریم مقام ترلاسه کړ.





