.jpg)
د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی مقدر قاضيزاده به له دې وروسته د هندوستان په کورنیو فوټبال سیالیو کې لوبې ترسره کړي.
د فدراسیون د معلوماتو لهمخې، مقدر قاضيزاده سره د هندوستان Quarts FC کلب د ۸ میاشتو تړون لاسلیک کړ او له یاد کلب سره ملګری شو.
د هندوستان دغه کلب چې په ۱۹۷۶ کال کې جوړ شوی دی، روزنه یې له ۲۰۱۲ کال راهیسې المانی فرانک برینر په غاړه لري او د پریمیر لیګ اف کیراله په سیالیو کې لوبې کوي.
مقدر قاضيزاده د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې په ګټه هم لوبېدلی دی او د هغه لوبډلې غړی هم و چې په ۲۰۱۳ کال کې یې د اسلامالدین امیري په کپتانۍ کې افغانستان ته د سویلي اسیا لومړۍ اتلولي وګټله.
د دفاع لیکلي دغه افغان لوبغاړی د ملي لوبډلې ترڅنګ د افغانستان په بېلابېلو فوټبال کلپونو کې لوبېدلی دی او اوسمهال د افغانستان په فوټبال غوره لیګ سیالیو کې د عقابان هندوکش لوبډلې غړی دی.
د دغه کلب وړاندې ۳۰ کلن مقدر قاضيزاده له ۲۰۰۹ کال راهیسې د کابل بانک، فیروزي، شاهین اسمایي او د سپین غربازان لوبډلې په ګټه په ۱۹ سیالیو کې لوبېدلی او ۶ ګولونه یې ترسره کړي دي.
.jpg)
نوموړی له ۲۰۰۸ کال څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې په ګټه د مالیزیا، مالدیف، نیپال، تاجیکستان، بوتان، سریلانکا، فلسطین، هندوستان، منګولیا او پاکستان فوټبال ملي لوبډلو خلاف ټولټال رسمي او غیرسمي ۱۷ سیالۍ ترسره کړي او یوازې ۱ ګول د افغانستان له پاره په خپل نوم ثبت لري.
دغه راز نن د افغانستان فوټبال فدراسیون لهخوا د کابل ښار ۱۲ کلنو او ۱۴ کلنو فوټسال لوبډلو ترمنځ د « تحصل، ورزش او روښانه راتلونکي» ترنامه لاندې غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.
په دواړو ۱۲ کلنو او ۱۴ کلونو فوټسال لیګونو کې اته اته لوبډلې برخه لري چی د ۱۵ ورځو لهپاره به د اتلولۍ ګټلو لهپاره د کابل په فوټسال ورزشي جمنازیوم کې سیالۍ وکړي.
د ۱۲ کلنو په فوټسال غوره لیګ سیالیو کې نن په لومړۍ ورځ ۴ لوبې کېږي چې په کې کارته اریانا له علي سجاد، کوثر له هندوکش شمال ب، امید اردو له خانواده امید اتحاد او استقلال فوټسال لوبډله له کابل ځوانانو لوبډلې سره سیالۍ ترسره کوي.





