
د جرمني هېواد د فوټبال تکړه لوبغاړی میرو سلیف کلوز د فوټبال له ملي لوبډلې او کلب فوټبال سیالیو استعفا ورکړه.
د ګارډین وېبپاڼې د راپورله مخې کلوز به له دې وروسته د جرمني فوټبال ملي لوبډلې له مشر روزونکي یواخیم لوو سره د ملي لوبډلې د روزنې دنده ولري.
میرو سلیف کلوز د جرمني هېواد د فوټبال ملي لوبډلې او د فوټبال نړیوال جام مشهور ګول وهونکی لوبغاړی و.
کلوز د ۲۰۱۴ م کال د فوټبال نړیوال جام په سیالیو کې د زیاتو ګولونو ریکارډ جوړ کړ او له رونالډو یې د مخکښ ګول وهونکي مقام ونیولو.
کلوز اوسمهال ۳۸ کلن دی. نوموړي په ۲۰۰۲، ۲۰۰۶، ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ کلونو کې د جرمني له پاره د فوټبال په نړیوالو جامونو کې لوبې کړي دي.
.jpg)
دغه مشهور لوبغاړی د خپل هېواد فوټبال ملي لوبډلې له پاره ټولټال ۷۱ او د فوټبال نړیوال جام په تاریخ کې بیا په ۲۴ لوبو کې ۱۶ ګولونه وهلي دي.
میرو سلیف کلوز د ۲۰۱۴ م کال فوټبال نړیوال جام سیالیو کې ۲ ګولونه ووهل او له دې سیالیو وروسته یې په رسمي توګه له نړیوال فوټبال لوبو استعفا ورکړه.
کلوز د لوبو پر ځای د روزنې ورکول په اړه ویلي دي، چې په ۱۳۷ نړیوالو سیالیو کې د جرمني هېواد د فوټبال ملي لوبډلې سره لوبې کړي او په دې برخه کې یې نه هېرېدونکې خوشالۍ لیدلي دي.
دغه راز د جرمني فوټبال فدراسیون تمه ښودلې ده، څنګه چې کلوز د لوبې پرمهال ګټور لوبغاړی و اوس به یو پیاوړی روزونکی وي.
میروسلیف کلوز د نړیوال فوټبال سالیو له استعفا وروسته تر تېر کال پورې د لازیو فوټبال کلب سره لوبې وکړې.





