
ټاکل شوې ده، چې د هندوستان معلولیت لرونکې کرکټ ملي لوبډله د لومړي ځل له پاره د دوه اړخیزه کرکټ سیالیو له پاره ډير ژر کابل ته راشي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک سلام وطندار راډیو سره په خبرو کې وویل، هندۍ معلولیت لرونکې کرکټ ملي لوبډله به د روانې جولای میاشتې په وروستیو کې په کابل الکوزي کرکټ نړیوال لوبغالي کې د افغان سیالې لوبډلې خلاف ۲۰ اوریزه لوبې ترسره کړي.
هوتک د افغانستان او میلمه هندۍ معلولیت لرونکو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د کیدونکو سیالیو د شمیر په اړه څه ونه ویل.
دغه راز افغان کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، چې د میلمه هندوستانۍ معلولیت لرونکې کرکټ ملي لوبډلې خلاف سیالیو ته یې د افغانستان معلولیت لرونکې کرکټ ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ پیل کړي.
د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د هیواد د زونونو ترمنځ د معلولیت لرونکو کرکټ لوبډلو غوراوي پړاو کرکټ سیالۍ نن پیل شوې او ۶ ورځې به روانې وي.

کرکټ بورډ زیاتوي، چې په کابل کې د هیواد د ۵ زونونو منتخبو معلولیت لرونکې کرکټ لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوې، چې له مخې به یې غوره لوبغاړي ملي لوبډلې ته لاره پیدا کړي.
دغه ټاکنیزې سیالۍ تېره ورځ جولای(۱۰مه) د افغانستان کرکټ بورډ او د کار، ټولنیزو چارو، شهداوو او معلولینو وزارت د مالي او اداري مرستیال لعل الدین اریوبي په شتون کې په رسمي توګه پرانیستل شوې.
دغه سیالۍ تېره ورځ په دوو سیالیو سره پیل شوې، چې په کې لومړۍ بند امیر له سپین غر زون لوبډلې سره او ورپسې دویمه لوبه کې مس عینک له امو زون معلولیت لرونکې کرکټ لوبډلې سره لوبه ترسره کړه.

د کرکټ بورډ خبرپاڼې له مخې، د کرکټ بورډ مرستیال رییس حاجي عزیزالله فضلي د سیالیو پرانیستې غونډې ته وویل، معلولیت لرونکې وګړي د ټولنې فعاله غړي دي.
د ښاغلي فضلي په وینا، د هیواد د زونونو په کچه د معلولیت لرونکو وګړو ترمینځ د کرکټ سیالۍ د هیواد د کرکټ د فعاله بهیرښکارندویي کوي.
دغه راز د کار، ټولنیزو چارو ، شهیدانو او معلولینو وزارت مالي او اداري مرستیال لعل الدین اریوبي وویل، د دوی وزارت معلولیت لرونکو وګړو له پاره د ښه کارونو ژمنتیا لري او له افغان کرکټ بورډ څخه هم منندوی دي، چې د معلولیت لرونکو وګړو افغان کرکټ ملي لوبډله ترنړیوالو سیالیو ور ورسیده.





