بلال ارزو: غواړم ډېر ژر د افغانستان فوټبال ملي ټيم ته ستون شم

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې تکړه لوبغاړی بلال ارزو وايي، چې ډېر ژر به د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې په ګټه ولوبيږي.

ده سلام وطندار سره په ځانګړي مرکه کې وویل، تمه لري چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې په راتلونکي سیالۍ کې له پوره چمتووالي سره له افغان فوټبال ملي لوبډلې سره یوځای شي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د برید لیکې دغه لوبغاړي زیاته کړه،  تل د افغانستان فوټبال ملي لوبدلې په خدمت کې وو او چمتو دی، چې تر اخره د دغه ټيم په ګټه ولوبيږي.

په ډاګه دې وي، چې بلال ارزو تېرکال د قرغزستان خلاف د سیالۍ وروسته د ۵ نورو لوبغاړو کپتان اسلام الدین امیري، مجتبی فیض، رفیع بارکزي، امرالدین شریفي، فرزاد عطايي او حشمت الله بارکزي سره یوځای په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په اعتراضي توګه له افغان فوټبال ملي لوبډلې څخه استعفا وکړه.

همدارنګه تیره میاشت د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې پخواني کپتان اسلام الدین امیري هم د استعفا څخه په تیریدو بیرته ملي لوبډلې ته راستون شو، خو د پخواني کپتان جلال الدین شریعتیار او یو شمیر اوسنیو ملي لوبغاړو له توند غبرګون سره مخ شو.

۲۷ کلن بلال ارزو د افغانستان فوټبال تاریخ ترټولو مخکښ ګول وهوونکی دی، چې تراوسه له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې په ۲۷ ملي سیالیو کې ۹ ګولونه ترسره کړي.

د نوموړي په شتون کې افغان فوټبال ملي لوبډلې په ۲۰۱۳  میلادي کال کې د لومړي ځل له‌پاره د سویلي اسیا په کچه د فوټبال اتلولي وګټله.

بلال ارزو په کابل کې زیږیدلی، بیا ناروی هېواد ته مهاجر شو او اوسمهال په دغه هیواد کې ژوند کوي.

دغه مخکښ افغان فوټبال لوبغاړی له ۲۰۰۶ میلادي کال راهیسې مسلکي فوټبال کوي، چې په ۲۰۱۰ ميلادي کال کې د افغانستان ۲۳ کلنیېفوټبال ملي لوبډلې ترڅنګ په بیلا بیلو فوټبال کلپونو کی لوبیدلی دی.

نوموړي د پور په بدل کې د هندوستان "چرچیل" فوټبال لوبډلې له‌پاره هم لوبه کړې ده، خو اوسمهال له "اسکر" فوټبال کلب سره لوبیږي، چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې ورسره د لومړي ځل له‌پاره د لوبیدو په موخه یوځای شوی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام