.jpg)
د افغانستان د تکواندو فدراسیون لهخوا نن ۶ کسیزه تکواندو ملي لوبډله د سویلي کوریا په نړیوالو تکواندو سیالیو کې د لوبېدو په موخه د سویلي کوریا پلازمېنې سیول ته روانه شوه.
په دې سیالیو کې روح الله نیکپا او ورسره یوه ښځینه تکواندو لوبعاړې سمیه غلامي هم ملګرې ده.
په دې سفر کې د افغانستان په کچه د تکواندو لوبې مخکښ او د لوبڅارۍ په برخه کې د نړیوال سند لرونکی لوبڅار عبدالصبور عمري هم ورسره ملګری دی.
عمري د تکواندو نړیوال فدراسیون لهخوا دغو سیالیو ته وربلل شوی، چې د نړیوالو لوبڅارانو په ډله کې به په دغه سترو تکواندو سیالیو کې لوبڅاري وګړي.
د سویلي کوریا یوهانپا نیوز اژانس د راپور له مخې، ټاکل شوې سویلي کوریا روانه میاشت د خپل تاریخ سترو تکواندو سیالیو کوربتوب وکړي.
د سیالیو رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د تکواندو په دې نړیوالو سیالیو کې به له ۱۸۳هېوادونو څخه د ۹۷۳ لوبغاړو ترڅنګ ټولټال د روزونکو او لوبډلو مسوولینو په شمول په بېلابېلو ۸ ښځینهوو او نارینهوو زونونو کې یوزرو ۷۶۸ کشان ګډون ولري.
.jpg)
دغه لوبې به د جون میاشتې په ۲۴مه نېټه پیل او د ۸ ورځو لهپاره د جون تر ۳۰ مې نېټې د پلازمېنې سیول په ۲۴۰ کیلو مترۍ کې په پرونموجو ښار کې ترسره شي.
دا ټولټال ۷ ځل او له ۲۰۱۱ کال وروسته لومړی ځل دی، چې سویلي کوریا د نړیوالو تکواندو سیالیو کوربتوب په غاړه لري.
د تکواندو نړیوالو سیالیو ستر ټورنامنټ په ۲۰۰۹ کال کې په ډنمارک کې ترسره شوی و، چې په کې د ۱۴۲ هېوادونو ۹۲۸ لوبغاړو برخه اخیستې وه.
دغه راز ایراني الاصله هالینډۍ دینا پوریونیس به لومړۍ ښځینه کډنواله لوبغاړې وي، چې دې سیالیو کې په ۴۶ کیلو ګرامه وزن لوبې ترسره کړي.
د سویلي کوریا په نړیوالو تکواندو سیالیو کې د ۲۰۱۶ کال برازیل المپیک سیالیو ۸ هغه لوبغاړي هم لوبیږي، چې د سرو زرو مډالونه یې ګټلي وو.





