
افغان کرکټ لوبغاړي په ۲۰۱۵ کال کې د نړۍ د غوره اقتصادي بالرمقام خپل کړ.
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ دکرکټ سیاليو پرمهال د میرویس اشرف له خوا په یو اور کې د ۲ لوبغاړو په سوځولو او کمو منډو وروکولو سره د ورزش مشهوره تلویزون نیوسپورټ خبر ورکړ، چې په روان کال کې میرویس اشرف تر ټولو اقتصادي توپ اچونکي په توګه وپيژندل شو.
میرویس اشرف زمبابوې سره د کرکټ سیاليو پر مهال د توپ اچونې پرمهال دهغه هیواد ۲ مهم لوبغاړي وسوځول او کمې منډې یې ورکړې، چې د لوبې په بریا کې یې مهم رول ادا کړ.

سرچينه خبر ورکوي، چې میرویس اشرف په روان۲۰۱۵ کال کې په ۹ سیاليو کې ۱۰ لوبغاړي سوخولي او تر ټولو کمې؛ یعنې یو اور کې یې له څلور کمې منډې ورکړي دي.
په هغه نوملړکې چې د اقتصادي بالرانو خپور شوی دکرکټ دنړۍ مشهوره او دلومړۍ درجې لوبډلو لوبغاړي په کې شامل دي.
له دې وړاندې یو بل افغان لوبغاړی شهزاد محمدي په ۲۰ اوریزه سالیو کې د ۲۰۱۵ کال مخکښ لوبغاړی شمارل شوی و.





