افغانستان په «اسیايي المپیک» کې پاکستان مات کړ

افغان رګبي ملي لوبډلې په اسیايي المپیک سیالیو کې چې د اندونیزیا په کوربتوب جوړې شوي، د ۹م مقام له‌پاره په ۱۵ – ۷ پاکستان ته ماتې ورکړه.

د افغانستان رګبي ملي لوبډلې تردې وړاندې عربي اماراتو ته هم ماتې ورکړې وه، خو کوریايي او سرېلانکايي لوبډلو ترې ګټلې وې او ټاکل شوې نن د کوربه هېواد (اندونیزیا) ملي لوبډلې سره وروستۍ لوبه وکړي.

افغان رګبي ملي لوبډله په اسیاسي المپیک سیالیو کې د افغانستان په ۱۶ سپورټي لوبډلو کې، وروستۍ هغه ده چې هېواد ته یې د اسیايي المپیک مډال ونه‌ګاټه.

ټاکل شوې د اسیايي المپیک سیالۍ سبا (یکشنبه) پای‌ته ورسېږي.

په یادو سیالیو کې یوازې خالد په «ووشو» او منصور سروري په «کورش سامبو» برخه کې د برونزو ۲ مډالونه وګټل چې له مخې یې افغانستان د ۴۵ ګډون‌کوونکیو هېوادونو په ډله کې ۳۵م ځای خپل کړ، خو چین بیا لومړی مقام وګاټه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام