
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د تکړه ویکټ ساتوونکي او بیټسمین شهزاد محمدي لوبه د ۲۰۱۶ م ز کال شل اوریزه کرکټ نړیوال جام بهترینه لوبه اعلان شوه.
نوموړي د مینه والو د رایو په اساس بنګله دیشي کرکټ لوبغاړي سومیا سرکار ته په (فاینل) کې ماتې ورکړه او د غوره لوبې امتیاز یې ترلاسه کړ.
په دې سره د افغانستان او کرکټ نړۍ مینه والو د شهزاد محمدي د خوندورو لوبو حق هم ادا او حساب برابر کړ، چې نوموړي په ۶ م پړاو شل اوریزه کرکټ نړېوال جام سیالیو کې افغانستان او کرکټ مینهوالو له پاره نندارې ته وړاندې کړی او دوی یې خوشحاله ساتلي وو.
د یادونې وړ ده، چې د سویلې افریقې کرکټ ملي لوبډلې خلاف د کرکټ نړۍ د مخکښه بالر "کایل ایبټ"خلاف د شهزاد محمدي "میډ ویکټ" شپږیزه د ۲۰۱۶ م ز کال۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو بهترینه لوبه اعلان شوه.
د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د ۲۰۱۶ م ز کال ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام څخه ۱۶ لوبې د ټورنامنټ غوره لوبې جایزې ته نومول شوې وې، چې په کې د سکاټلینډ خلاف د شهزاد محمدي د "سکوپ شارټ" څلوریزه او د سویلي افریقې خلاف "شپږیزه" شامله وه.
شهزاد محمدي په سکوپ شارټ څلوریزه کې سویلې افریقایي "اې، بي، ډي ویلیرز" ته او په "شپږیزه" کې داسټرالیا خلاف په نیمه پای لوبه کې د هندي کوهلي بهترینه لوبې ته ماتې ورکړه او کوارټرفاینل ته ورسید.
د ۸ غوره لوبو یا "کوارټرفاینل" پړاو کې د شهزاد محمدي "سکوپ شارټ" څلوریزې د هندي "سریش رینا" بهترینه فیلډینګ ته ماتې ورکړه او شپږیزې یې د "کریس ګېل" په "بولډ" کولو کې د هندي بالر "جسپریت بومرا" ښکلي بالینګ ته ماتې ورکړه او په دواړو کې سیمي فاینل ته ورسید.
په سیمي فاینل کې د شهزاد محمدي مقابله له ځان سره وه، چې په کې شپږیزې د هغه سکوپ شارټ څلوریزې ته ماتې ورکړه او د بنګله دیشي سومیا سرکار خلاف چې خپل هیوادوال شکیب الحسن ته ماتې ورکړه وه فاینل ته ورسید.
په فاینل پړاو کې هم د رایو اچولو له پاره ۵ ورځې وخت ورکړل شوی و، چې د اپرېل میاشتې په ۲۵ مه نیټه شهزاد محمدي ۵۳ د ۴۷ سلنه رایو په وړاندې مخکیوالی ترلاسه کړ او د ۲۰۱۶ م ز کال ۶ م پړاو شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو د غوره لوبې اتل اعلان شو.





