
د افغانستان ۲۳ کلنه فوټبال ملي لوبډله به یوځل بیا د سږکال په ۱۸م پړاو اسیایي المپیک سیالیو کې ګډون ونهلري چې د اندونیزیا په کوربتوب ترسره کېږي.
په یادو سیالیو کې باید د افغانستان د نورو ورزشي فدراسیونونو په څېر د افغانستان ۲۳ کلنې فوټبال ملي لوبډلې هم برخه اخیستی وی خو د پخوا په څېر یوځل بیا په دغو سیالیو کې نه لوبیږي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون کې د سیالیو تنظیموونکې کمېټې مسوول سیدعلي کاظمي سلاموطندار سره په خبرو کې وویل، افغانستان د سږکال په اسیایي المپیک سیالیو کې د ۳ بېلابېلو لاملونو له کبله فوټبال لوبډله نه لوبوي.
د ښاغلي کاظمي په وینا، له یوې خوا د افغانستان زیاتره فوټبال لوبغاړي اوسمهال د اروپا او اسیا په بېلابېلو فوټبال لیګونو او لوبډلو کې په سیالیو کې بوخت دي او د شویو تړونونو لهمخې ورته اجازه نشته چې خپل کلپونه پرېږدي.
سیدعلي کاظمي وویل، بل خوا د افغانستان زیاتره کورني تکړه لوبغاړي به د سږکال اسیایي المپیک سیالیو پرمهال په خپلو ۷م پړاو افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو کې په لوبو بوخت وي چې د افغانستان د فوټبال راتلونکې لهپاره مهمې سیالۍ شمېرل کېږي.
او دریم لامل دا و چې د اسیا المپیک سیالیو کې د فوټبال لوبې د (فیفا) په رسمي ورځو سره نه دی برابرې له همدې کبله د دوی لوبغاړیو د کلپونو سره د تړون لهمخې د لوبېدو اجازه نهلرله او افغان فوټبال فدراسیون نه غوښتل چې په دغو سیالیو کې کمزوری شتون ولري چی دا نه ګډون د افغانستان فوټبال فدراسیون ته کوم زیان نهرسوي.
.jpg)
د فوټبال فدراسیون دغه چارواکي دا هم وویل، ټاکل شوې وه د افغانستان فوټبال فدراسیون په استازیتوب د سږکال په اسیایي المپیک سیالیو کې د افغانستان فوټسال او ساحلي فوټبال ملي لوبډلو په پوره تیاریو سره برخه اخیستې وی خو دواړه رشتې د المپیک نړۍوالې شورا د معلوماتو په اساس د اندونیزیا په کوربتوب له اسیایي سیالیو څخه حذف شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د فوټبال اسیایي شورا لهخوا د سږکال په اسیایي المپیک سیالیو کې د ګډون کوونکیو اسیایي لوبډلو نوملړ او لوبډلوېش اعلان شو چې په کې له افغانستان پرته د ۲۴ اسیایي هېوادونو فوټبال لوبډلې د اګست له ۱۴مې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې د سرو زرو، سپینو زرو او زیړو مډال ګټلو لهپاره ۶۴ لوبې وکړي او په کې به د سږکال په فوټبال نړۍوال جام سیالیو کې المان ته ماتې ورکوونکې د سویلي کوریا فوټبال لوبډله له خپلې تېرې اتلولۍ دفاع کوي.
د سږکال اسیایي المپیک سیالۍ د راتلونکې اګست میاشتې په ۱۸مه نېټه د اندونیزیا په پلازمېنه جاکرتا کې پیلیږي چې په کې به د افغانستان د بېلابېلو ورزشي رشتو لسګونه لوبغاړو په شمول د ۴۵ هېوادونو لوبغاړي په ۴ بېلابېلو ورزشي رشتو کې د سپټمبر تر دویمې نېټې د سلګونه مډالونو ګټلو لهپاره سیالۍ وکړي.
د افغانستان ۲۳ کلنې فوټبال ملي لوبډلې له ۱۹۵۱ کال راهسي یوازې ۴ ځلې په اسیایي المپیک سیالیو کې برخه اخیستې ده چی ترټولو لوړ ۴م مقام یې په ۱۹۵۱ کال ترلاسه کړی و.
د افغانستان ۲۳ کلنی فوټبال ملي لوبډلې د وروستي ځل لهپاره د ۲۰۱۵ کال په مارچ میاشتې کې د اسیا ۲۳ کلنو فوټبال جام سیالیو ته د لارې موندنې په غوراوي پړاو سیالیو کې لوبې وکړې چې یوازې نیپال ته یې ماتې ورکړه خو د فلسطین، سعودي عربستان او ایران لوبډلو په وړاندې یې ماتې وخوړې.





