د اسټرالیا او کوریا د فوټبال دپای لوبې سیالي

اسټرالیا او کوریا د اسیا په کچه د فوټبال اتلولۍ لپاره لوبیږي

د اسټرالیا هیواد په کوربتوب د اسیا فوټبال جام سیالۍ وروستي پړاو ته ورسیدی چی پکښی کوربه اسټرالیا او سویلي کوریا داتلولۍ ترلاسه کولو په موخه وروستۍ (فاینل) لوبې ته لاره پیدا کړه.

د سیالیو د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې چې ددی سیالیو په لومړۍ نیمه پای لوبه کی سویلي کوریا د یوی په زړه پوری او یو اړخیزې لوبې وروسته ۲-۰ عراق ته او نن (سه شنبه دسلواغې ۷) له ددی سیالیو په دوهمه نیمه پای لوبه کی په ورته پایلې سره کوربه اسټرالیا د خپلو نیږدی ۲۲ زره نندارچیانو پر وړاندې د عربي اماراتو فوټبال ملي لوبډله له ماتی سره مخ کړه.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې پدې سیالیو کی به دواړه اسټرالیا او سویلي کوریا دراتلونکې پنجشنبې په ورځ (دسلواغې ۹)د اتلولۍ ترلاسه کولو په موخه د لوبې ډګر ته ووځي.

د اسیا په فوټبال جام سیالیو کی ددی وچی ۱۶ مخکښو فوټبال ملي لوبډلو برخه لرله چی د روانې عیسوي جنورۍ میاشتی په ۹ مه نیټه په ۴ بیلا بیلو ګروپونو کی پیل شوی او د جنورۍ په ۳۰ مه نیټه به د اتلی لوبډلې په اعلان پای ته ورسیږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام