افغان کرکټ بورډ د هندوستان سفر له پاره نولس کلنه لوبډله اعلان کړه

افغان کرکټ بورډ روانه میاشت د هندوستان په کوربتوب د نولس کلنو درې اړخیزه کرکټ ټورنامنټ پخلې وکړ.

د کرکټ بورډ له خوا سلام وطندار راډیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د هغې ۱۸ کسیزې لوبډلې نوملړ اعلان شوی، چې ټاکل شوې ده، هندوستان ته به ولېږل شي.

د خبرپاڼې له مخې دغو سیالیو ته حضرت الله ځاځې، کریم جنت، نوین الحق مرید ، شمس الرحمان ولي خېل، ناصرخان عمر، راشد خان ارمان ، نوید عبید، احسان الله جنت، وحید الله شفق، ضیا الرحمان اکبر، پروېزملکزی، مسلم موسی، طارق ستانکزی، محمد ظاهراحمدزی، اکرام علي خېل، محمد سردارولي، نجات مسعود او رحیم سهاک شامل دي.

ټاکل شوې ده، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به له بشپړ غړیتوب لرونکې هندوستان او بنګله دېش خلاف د لومړي ځل له پاره په دغه درې اړخیز ټورنامنټ کې برخه واخلي.

دغه سیالۍ د روانې نومبر میاشتې په ۲۰ مه نیټه پیل او تر ۳۰ مې نیټې به د هندوستان په ممبۍ ښار کې روانې وي.

د هندوستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د دغو سیالیو موخه راتلونکې ۲۰۱۶ کال کې د بنګله دېش په کوربتوب د نولس کلنو کرکټ نړیوال جام سیالیو ته تیاري نیول دي.

د کرکټ بورډ خبرپاڼې د خپل اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي له خولې لیکلي چې اوسمهال د انګلستان په سفر بوخت دې ، نولس کلنه کرکټ ملي لوبډله د ملي لوبډلې ملاتړې قوه ده او هیله لري، چې د هېوادوالو په دعاګانو به دنړۍ په هره برخه کې ښه وځلیږي.

دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ لخوا د ورکړل شوي مهال وېش له مخې به د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د روانې نومبر میاشتې په ۱۷ مه نېټه راتلونکې سه شنبه هندوستان ته ورسیږي او خپله لومړۍ لوبه به د نومبر په ۱۹ مه نېټه د کوربه هندوستان ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې خلاف ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې په دې درې اړخیزه ټورنامنټ کې به ګډون کوونکې لوبډلې شپږ شپږ لوبې ترسره کړي او درې ځلې به یو د یو له بل سره سیالۍ وکړي.

د لیګ سیالیو وروسته به د ډېرو امتیازونو لرونکې ۲ لوبډلې فاینل ته لاره پیدا کړي او د نومبر په ۲۹ مه نېټه به د اتلولۍ ترلاسه کولو لپاره ولوبیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام