افغانستان دکرکټ په دویمې بریا د ګروپ لومړۍ لیکه ونیوله

افغان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۶ م کال شپږم پړاو شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو دویمه بریا هم ترلاس کړه.

د کرکټ نړیوالې شورا د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې چې په نننۍ لوبه کې افغانستان په اسانۍ سره هانګ کانګ کرکټ ملي لوبډلې ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې په سیالۍ کې د افغانستان له پاره نبی عیسی خیل ښه وځلید، چې په ۴ اورونو کې یې په خپل کرکټ ژوند کې د نړیوال جام بهترینه بالینګ وکړ او د ۲۰ منډو په بدل کې یې ۴ ویکټې ترلاسه کړې.

نومووړی په ۴ ویکټو او ۱۷ منډو سره دلوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

په سیالۍ کې افغانستان لومړی هانګ کانګ لوبډله تر ۱۱۶ منډو راایساره کړه او بیا یې هدف په ۱۸ اورونو کې د شهزاد محمدي د ۴۱ او نورعلي ځدران د ۳۵ منډو په مټ د ۴ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړ.

دیادونې وړ ده چې نن په حیرانوونکې توګه د (سلو پیچ) سره سره د سپنر بالر په توګه تیزبالر حمید حسن ته د لوبیدو چانس ورکړل شوی و، چی ښه وځلید.

افغانستان په نننۍ بریا سره په (ب) ګروپ کې له زمبابوې وړاندې په ښه (رن ریټ) او ۴ امتیازونوسره لومړی مقام ترلاسه کړ.

ټاکل شوې ده د روان جام دویم پړاو ته د رسیدو په موخه به د راتلونکې شنبې په ورځ ماسپښین ۲ بجې د افغانستان او زمبابوې ترمینځ د لیګ وروستۍ لوبه (فاینل) لوبه وي.

د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ به د شنبې په ورځ کیدونکي سیالۍ دواړو لوبډلو ته دویم پړاو ته د رسیدو په موخه (فاینل) لوبه وي، چې په ګټلو سره به یې یوه لوبډله د کرکټ نړۍ، د ۱۰ غوره لوبډلو سیالیو کې ځای خپل کړي.

افغان کرکټ ملي لوبډله د زمبابوې خلاف په بریا سره د انګلستان، سریلانکا، سویلی افریقې او ویسټ انډیز خلاف دلوبیدو چانس ترلاسه کوي.

اوس مهال د کرکټ تبصره کوونکي وايي، چې زمبابوې به تر فشار لاندې وي او افغان لوبډلې ته ښه چانس دی، چې په ښه لوبې سره په نړیوال جام سیاليو کې مخکې تګ ته لاره هواره کړي.

دیادونې وړ ده چې محمد نبي عیسی خیل دافغانستان کرکټ په تاریخ کی هغه لومړی بالر شو، چې په ټولو نړیوالو سیالیو کې یې ۱۰۰ ویکټې ترلاسه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام