.jpg)
المانۍ فوټبال ملي لوبډلې د روسیې په کوربتوب د لویو وچو فوټبال جام سیالیو په پای لوبه کې د امریکا وچې اتلې چیلي فوټبال ملي لوبډلې ته ماته ورکړه او د لومړي ځل لهپاره يې د «کنفېډرېشن کپ» د اتلولۍ جام وګټلو.
د دې سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، ځوانې المانۍ لوبډلې پهداسې حال کې د «فیفا» لویو وچو جام اتلولي وګټله چې یو شمېر هغه پخواني نامتو لوبغاړي هم نه وو، چې ورته یې په برازیل کې ۳ کاله وړاندې ارجنټاین ته په ماتې ورکولو د فوټبال نړیوال جام اتلولي ګټلې وه.
یادې لوبډلې د لوبې لومړۍ نیمایي ۲۰مه دقیقه کې د «لارس سټېنډل» د ګول پهواسطه مخکیوالی ترلاسه کړ، چې د لوبې ترپایه یې ترې دفاع هم وکړه.
د دواړو لوبډلو پر ۹۰ دقیقې لوبه کې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، چې المان پهکې د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.
.jpg)
بېګا په یوه بله لوبه کې د درېیم مقام ترلاسه کولو لهپاره پرتګالۍ لوبډلې د لوبې په اضافه دقیقو کې د ګول په وهلو سره مکسیکو لوبډلې ته ۲ د ۱ ګول پر وړاندې ماتې ورکړه.
پهدې سیالیو کې د فوټبال نړیوالې شورا په چوکاټ کې د ۶ لویو وچو ۸ اتلو لوبډلو برخه اخیستې وه، چې د روسیې په ۴ بېلابېلو ښارونو کې په ۲ ګروپونو کې لوبې وکړي.
دا په وروستیو ۳ ورځو کې د المان لهپاره د ۲۱ کلنو اروپایي جام اتلولۍ ګټلو وروسته دویمه ستره او ټولټال په وروستیو ۳ کلونو کې د فوټبال نړیوال جام په شمول درېیمه اتلولي وه، چې د روسیې په کوربتوب د ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام د پیل او دې سیالیو کې د خپلې تېرې اتلولۍ څخه له دفاع مخکې د المانیانو لهپاره له وخته وړاندې خوشالي وه.
د کنفېډرېشن کپ اتلولۍ ګټلو وروسته المان فوټبال فدراسیون خپل ګول ساتونکي منویل نویر، میسوت اوزیل، ټوني کروز او توماس مولر ته ۱۲ میاشتې وروسته پیلېدونکي فوټبال نړیوال جام پوري د ارام ورکولو خبر ورکړ، چې نوي لوبغاړي د لوبېدو چانس ترلاسه کړي.
.jpg)
د سیالیو په پای کې المانی جولین ډراکسلر غوره لوبغاړی، د چیلي ملي لوبډلې لوبډلمشر ګلاډیو براوو غوره ګول ساتونکي جایزه ترلاسه کړه؛ خو د اخلاقو جایزه بیا اتلې المانۍ فوټبال ملي لوبډلې ترلاسه کړه.
ګلاډیو براوو د اتلولۍ په نه ګټلو خواشیني وښودله؛ خو یادونه یې وکړه چې پهدې ټورنمېنټ او د فوټبال نړیوال جام اتلې المان خلاف یې ښه لوبه وکړه؛ خو باید چې راتلونکې لهپاره له خپلو غلطیو د ښه والي په موخه زده کړې وکړي.
د سیالیو په پاې کې اتلې المان ته ۵ میلیونه ډالر، دویم مقام ګټونکي چیلي ته ۴ نیم میلیونه ډالر، درېیم مقام ګټونکي پرتګال ته ۳نیم میلیون ډالر، څلورم مقام ګټونکي مکسیکو ته ۳ میلیون ډالر او د ګروپ نورو ګډونوالو لوبډلو ته دوه ـ دوه میلیون ډالر انعام ورکړل شول.





